کابل ټکی کام ۰۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو چې د خپل پخواني مشر مرحوم ملا محمد عمر آخوند مرګ دوه کاله پټ ساتلی وو، د زمري په ۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه د هغه وفات تأیید کړ.
نن هغه ورځ ده، چې ملا محمد عمر اخوند درې کاله وړاندې وفات شوى ده، طالبانو په ټولنیزو رسنیو او په خپله رسمي وېبپاڼه کې د هغه مرحوم پر صفاتو او کړنو هر اړخیزې لیکنې کړي دي.
ملا محمد عمر اخوند چې د خپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې په اسلامي بڼه ښکلی نظام راوستی وو، افغانانو ته یې په هره لاره کې ستر خدمتونه کړي دي.
د ملا محمد عمر اخوند خلاف یو شمېر کړۍ هم پر دې قایلې دي، چې د ملا محمد عمر واکمني د اسلام تر چتر لاندې وه.
د یو شمېر کارپوهانو له نظره:
«کله به چې ملا محمد عمر اخوند ته داسې مسأله وړاندې کړی شوه، چې په هغه کې به یا اسلام او یا هم افغانانو ته ترې خطره پېښېدله، او یا به افغانان پکې ذلیله راتلل، نو نوموړي مرحوم به د افغانانو د سرلوړښت لپاره هغه ردوله، او مسأله وړاندې کوونکی به یې سپکوو، او له خپلې غونډې څخه به یې شړلو.»
د یادولو ده، چې نن ټول افغانان ملا محمد عمر اخوند د یوه اسلامي، روحاني، سیاسي، د نرم خویه، پر ملت د رحم کوونکي او د افغانستان د اصلي بچي په توګه پېژني.















