شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ثور اوومه؛ په افغانستان کې د کمونيزم د تور دور پيل

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 27, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
368
ځلې شریک شوی
314
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

بدر منهاج

د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه په افغانستان کې هغه درنده خويه ظالمان واک ته ورسيدل کومو چې د انسانانو تر منځ د ټولنيزو اړيکو د تنظيم لپاره وحشي او ځنګلي نظريات درلودل او د کايناتو د ستر خالق له وجود څخه انکار يې اولنی شعار ؤ.
واک ته له رسيدو سره سم يې د ټولو هغه افغانانو په قتل پيل وکړ کوم يې چې د کمونستي انقلاب په مخ کې خنډ بلل.
دیني علماءکرام ، روحاني شخصیتونه ، شتمن اسلامي شخصیتونه ، پوهان اودین داره اشخاص يې نيول اودکمونیزم د وحشي فلسفې له مخي يې په شهادت رسول ، دوی د خپل کمونستي انقلاب د ريښو د ټينګولو او بقاء لپاره هم په ژبه او هم په عمل کې د لينن  الحادي ، ځناورانه ، له ظلم ، قساوت او فساد څخه ډک شعارونه زمزمه کول.
لينن وايي د انقلاب د کاميابۍ لپاره د وينو بهولو ته ضرورت دی ، څومره وينې چې کيدای شي بايد ورته وبهول شي ، بايد د وينو سيلابونه روان شي . افغاني کمونستانو همداسې وکړل ، د خپل واک په موده کې يې هم په خپله او هم د وخت د شوروي اتحاد د سرو، ملحدو ، جاهلو ، وحشي او ظالمو لښکرو په زور د يو نيم مليون افغانانو د وينو سيلابونه روان کړل ، د شپې  به يې  افغانان له کورونو څخه ويستل او  په ډلئيز ډول به يې ژوندي تر خاورو لاندې کول ، سختې بمبارۍ به يې پرې کولې او په مظاهرو به يې مخامخ ټانګونه ورخيږول او د ټانګونو او توپونو په ډزو به يې د افغانانو په سيلاب شکله مظاهرو کې کوڅې جوړولې او د ښارونو په کوڅو او سرکونو کې به يې د وينو  لښتي بهول.

په افغانستان کې د کمونستي انقلاب مهم درنده ګان نور محمد ترکی ، حفظه الله لعين ، ببرک کارمل ، او قاتل ډاکټر نجيب الله ؤ  ، دخلق اوپرچم په نامه په دوو ګوندونوکی رایوځای شوي ؤ اوترخپل منځ ئی هم سخت رقابت لاره حفیظ الله امین ترکی وواژه ، حفیظ الله امین شورویانواو خپلوملګرو مړکړ ، کارمل روسانولرې کړ ، او ډاکټرنجیب يې راووست او دډاکټرنجیب حکومت د وخت مجاهدینوړنګ کړ ، ډاکټرنجیب څوکاله په کابل کی دملل متحدپه دفترکی پناه اخيستې  وه اوکله چی طالبانوکابل ونیوفوراً یی دخپل عمل په سزاورساوه او په دار يې  وځړاوه .

کمونستانوپه خپله وحشي او کرغيړنه دوره کې له یونیم میلیون  څخه زیات افغانان  په شهادت ورسول ، دیومیلیون څخه یی زیات معیوب کړل اوملیونونه نوریی دخپل هیوادڅخه مهاجرت ته مجبورکړل چی ترننه پوري په ګاونډیوهیوادونو کې له سختيو ډک ژوند تيروي.

د افغانستان د اوسنی ټولې بربادۍ اصلي عوامل کمونستان دي .

د کمونيزم نظريه؟

کمونیزم دکارل مارکس نظریه ده کارل مارکس په ۱۸۱۷م کال کښې په جرمني کی په یوه یهودي کورنۍ کی پیداشوی ، کمونیزم د سوسیالیزم اعلی مرتبه ده اودغربي دیموکراسۍ په عکس العمل کې منځ ته راغلې.

 دکمونیزم نظریه دیهودو لخواداسلام دمقابلې اومخنیوي لپاره طرحه شوې،  سوسیالیزم یاکمونیزم څوبنسټیزاصول لري :

  1. د ژوندانه مادي نظريه : کمونستان وايي چې ټول حیوانات ، نباتات.اوجمادات خپله منځته راغلي ، معاذالله کوم خالق نلري ، ټول دمادې مختلف شکلونه دي اوبشردمادي مکروبودتکامل یوشکل دی ،  دانظریه په حقیقت کی  ددهري داروین نظریه ده چی کمونیزم دیوه اصل په توګه خپره کړې اودالله جل جلاله دپالنې په ځای ماده پالنه دکمونیزم یواصل اوبنسټ دی.
  2. د الله له وجود څخه انکار: دکمونیزم دوهم اصل دالله جل جلاله له وجودنه انکارده ( معاذالله ) لینن چی په روسیه کې کمونیستي انقلاب په ۱۹۱۷م کې رامنځ ته کړ  ، وايي  په اصل کې هرسوسیالیست یاکمونیست دهري دی ،  دالله جل جلاله دموجودیت په هکله وايي  چې موږپه الله جل جلاله هېڅ باور نلرو يعنې معاذالله الله جل جلاله نشته .
  3. له دين څخه انکار: دکمونیزم دریم اصل له دین نه انکاردی ، دکمونیزم بنسټګرمارکس وايي ،  چی دین دټولنې لپاره تریاک دی ، لينن وايي مارکسیزم ، سوسیالیزم اوکمونیزم ماده پالنه ده ، موږ باید ددین په خلاف وجنګیږو اوددین جرړې وباسو.
    دشورویانوپه قانون کی ددین په هکله دخبروکولواجازه نه وه ، خوددین په خلاف پروپاګند دهروګړي حق ؤ.
  4. د کورني نظام له منځه وړل: دکمونیزم څلورم اصل دکورني نظام له منځه وړل دي. دخپل کمونست ګوندپه اساس نامه کې مارکس لیکلي دي : موږ دکورنۍ له منځه وړل غواړو. لينن  په خپله یوه ویناکې وايي :  موږ د حلالي او حرامي اولاد په منځ کې فرق ختم کړو . دکورني نظام دله منځه وړلونه دکمونیزم مطلب داده چی  هیڅوک هم بایدمستقله ښځه ونه لري اوځان ته یوه کورنۍ نه وي بلکه  ښځې باید دټولو له منځه شریکې وي چې دا له ځنګلي اوحیواني ژوندپرته بله معنی نه لري.
  5. د شخصي ملکيتونو ختمول : دکمونیزم پنځم اصل دشخصي ملکیت ختمول دي کمونستان وايي چې هیڅوک هم بایدشخصي ځمکه اوشخصي شتمني ونلري هرڅه بایددانسانانوترمنځ شریک وي اوهرڅه بایددحکومت په لاس کی وي.
  6. طبقاتي کشمکش : دکمونیزم شپږم اصل طبقاتي کشمکش دی . دوی نړۍ په دوه طبقو ویشي یو مزدوران او بل پانګه وال ، مزدوران له پانګه والوسره جنګوي اوددې په ځای چی ظلم له منځه یوسي ،  یوه طبقه او بله سره په جنګ اچوي چی پدغه جنګ کی دواړه طبقي هلاک کیږي په ټولنه کی موجودنظم اونسق له منځه وړي .

په افغانستان کې هم ځناورو کمونستانو له کودتا او کرغيړن  کمونستي انقلاب له اعلان وروسته سم دستي د ښځو د شريکولو او  د ځمکو د له سره ويشلو فرمانونه اعلان کړل.  له الله څخه به يې ښکاره انکار کاوه او په اسلام پسې به يې مسخرې کولې.

امريکايي يرغل ، سيکولرستي انقلاب او کمونستان:

کمونستانو د خپل کرغيړن او تور انقلاب له اعلان وروسته د لويديځ د پانګوال سيستم يا کپيټاليزم په ضد هم زيات شعارونه ورکول ، ډير افغانان يې د لويديځ له استخباراتي سازمانونو سره د اړيکو او يا د لويديځوالې ديموکراسۍ د افکارو د درلودلو په تورونو ونيول ، ژوندي يې تر خاورو لاندې کړل.

کمونستانو به له لويديځې ديموکراسۍ نه سخته کرکه او نفرت ښکاره کاوه له امريکا او نورو لويديځو هيوادونو سره يې سخته دښمني کوله . خو کله چې په افغانستان کې د کمونيزم په تابوت وروستی ميخ ټک وهل شو د کمونستانو په دريځ کې زر درجې تغير راغی او لويديځ هم د خپلو راتلونکو استعماري ګټو لپاره ورته غيږ خلاصه کړه او بې له دې چې د افغانانو په ضد د دوی بشرضد انسان بوږنونکو جنايتونو ته پام وکړي ، ټولو قاتلو کمونستانو ته که هغه فوځي جنرالان ؤ يا يې استخباراتي وينې زبېښونکي افسران ، يا يې سياسيون ؤ ، سياسي پناه يې ورکړه  ، استخباراتي سازمانونو يې د جاسوسي موخو لپاره استخدام کړل او دا دی اوس د دې شاهد يو چې کله د امريکا په مشرۍ لويديځوالو په افغانستان يرغل وکړ کمونستان يې بيرته راټول له سره منظم او د اوسنۍ سيکولر ادارې په ملکي او نظامي تشکيلاتو کې يې په لوړو څوکيو وګمارل او د هرې ورځې په تيريدو ارتقاء ورکوي …

 د کابينې مهم وزارتونه د کمونستانو په لاس کې دي ، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې کمونستان په پرېمانه کچه شتون لري ، د دفاع وزارت مرکزي رئيسان ، د قول اردو ګانو ، فرقو ، لواګانو ، غنډونو او کنډکونو زياتره قوماندانان پخواني کمونست جنرالان يا د دوی اولادونه دي چې نوي يې کمونستي افکار خپل کړيدي.

د ملي امنيت د لوی رياست زياتره رئيسان او اکثريت مديران ، آمران او کارمندان پخواني کمونستان دي.
د داخله وزارت زياتره مرکزي رئيسان او د نورو تشکيلاتو چارواکي او کارکونکي يې زياتره پخواني کمونستان دي.

لنډه دا چې  اوسنۍ اداره په ټوله کې له کمونستانو جوړه ده او د واک اصلي سرچينې د دوی په لاس کې دي ،او هغه کسان چې کمونستان ندي هغه په تدريج سره د يو پلان له مخې له واک نه لرې کيږي.
خو له کومه مهاله چې اشرف غني واک ته رسيدلی د پخوانيو خلقيانو او پرچميانو زياته دبدبه ده  ، حنيف اتمر ، معصوم ستانکزی او ځينې نور کمونست وزيران او لوړپوړي چارواکي د يو منظم پلان له مخې د امريکايانو په خوښه کمونستان د کابل په سيکولر اداره کې ځای پر ځای کوي او هر ځای يې ټومبي.
همدغه راز کمونستانو په هيواد کې تر بيلابيلو نومونو لاندې سياسي ګوندونه او مدني ټولنې هم جوړې کړېدي چې د امريکايانو او نورو لويديځو هيوادونو له لوري تمويليږي او په نفع يې سياسي ، فکري ، رواني او استخباراتي فعاليتونه سرته رسوي.

کمونستان اوس دومره زړور شوي چې په ښکاره د مير اکبر خيبر تلين ، د ثور اوومه ، د ډاکټر نجيب د قتل تلين او د کمونستي دور د مهمو پيښو نورې ورځې لمانځي.

کمونستان د سيکولر ادارې تر چتر لاندې د مطبوعاتو کورنۍ نيږدې په لاس کې لري ، په تصويري رسنيو او سوشل ميډيا کې ډير نفوذ لري او ډير پکې فعال دي او په  خپلو کمونستي او دهري مفکورو د مسلمانو افغان ځوانانو د فکرونو د ناولي کولو لپاره سختې هلې ځلې کوي  او ډير ځوانان يې د افغانستان د تاريخ او خپلې اسلامي عقيدې نه د ناخبرۍ له وجې په دام کې ګير شوي ،  پلار به يې له کمونستانو سره په جهاد کې په شهادت رسيدلی وي ، خو زوی به يې د ډاکټر نجيب ستاينه کوي ، آيډيال به يې ګرځوي ، فخر به پرې کوي او په ټولنيزو شبکو کې په خپل اکونټ به يې د ده تصوير لګولی وي ، پلار به يې د کمونستانو په مقابل کې په شهادت رسيدلی وي ، خو زوی به يې اوس يا د کمونست باډيګارډ وي او يا به د کوم کمونست جنرال تر قوماندې لاندې له طالبانو سره جګړه کوي.

د ديني علماء کرامو ، مشرانو ، متنفذينو او داعيانو مسؤليت :

ديني علماء کرام ، مشران ، متنفذين او داعيان ټول دا مسؤليت لري چې د هيواد ځوان نسل چې د هيواد راتلونکی سرنوشت به يې په لاس کې وي د کمونستي  افکارو له ناولي ډنډ نه وساتي ، په وړاندې يې سخته فکري مبارزه وکړي ، ځوانان د کمونيزم له وحشي دهري نظريې څخه اګاه کړي ، د خپل ولس په وړاندې د کمونستانو له تاريخي جنايتونو څخه يې خبر کړي ، افغاني کمونستان وروپيژني ، د هغوی ظلم او بربريت وروپيژني ، په ځانګړې توګه د ملت د سخت زړي قاتل ډاکټر نجيب اصلي څېره ورته بربنډه کړي او له کمونستانو په ځانګړې توګه ډاکټر نجيب سره يې د محبت او دوستي له دنيوي او اخروي عواقبو آګاه کړي.

لوی ټکي: 7 ثورد ثور د ۷مې کودتاکمونستان
مخکینې مطلب

طالبانو د خپلو عملیاتو پر دوهمه ورځ سل بریدونه کړي

بل مطلب

لاریون کونکي: امنیتي ځواکونه د اروزګان_کندهار پر لویه لاره خلک لوټي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com