لاریون کونکي: امنیتي ځواکونه د اروزګان_کندهار پر لویه لاره خلک لوټي
لاریونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې که د دې لارې د امنیت ساتنه نه شي کولی، خپلې پوستې دې ټولې او دوی ته دې اجازه ورکړي چې په خپله د دې لارې ساتنه اوڅارنه وکړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۷)
نن د اروزګان ولايت سلګونو تنو اوسېدونکو د دولتي ځواکونو پرضد پراخ اعتراضیه لاريون وکړ او پر یاده لویه لاره یې د شته ستونزو مسؤل، دولتي چارواکي بلل.
لاریونوالو ویل، پر دې لاره د امنیتي ځواکونو د پوستو تر څنګ خلک لوټل کیږي له هغوی سره بد چلند کیږي، په داسې حال کې چې هغوی ورسره تر اوسه پورې له همکارۍ پرته بل هیڅ کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
لاریون کونکو ویل؛ پوليس پر مسافرو بېګار کوي، لوټوي يې او ټول شيان ترې اخلي،دوی یاده لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ هم تړلې وه.
لاریونوالو زیاته کړه چې پر دې لاره طالبان هم راوځي او دولتي خلک له موټرو ښکته کوي، نیسي یې او هغوی ته ستونزې جوړوي.
لاریونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې که د دې لارې د امنیت ساتنه نه شي کولی، خپلې پوستې دې ټولې او دوی ته دې اجازه ورکړي چې په خپله د دې لارې ساتنه اوڅارنه وکړي.
لاریونوالو څرګنده کړه چې پر یاده لویه لاره زیاتې ستونزې د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو له خوا رامنځته کېږي .
څه موده وړاندې هم سوداګرو او د لویو باروړونکو موټرو ولا شکایت کړی و، چې پر یاده لویه لاره ترې د امنیتي ځواکونو میشتې لسګونه پوستې په یو او بل نوم باج اخلي چې په دې سره دوی مجبور وي تر څو خپل توکي له خپل نرخ څخه په لوړه بیه وپیري.
یاد سلګونه معترض لاریونوال داسې مهال راټولیږي چې څو ورځې وړاندې پر یاده لویه لاره د پوهنتون د یو استاد په ګډون ۵ تنه مسافر وژل شوي و.
طالبانو پیښه یو جنایت بللی و او پړه یې پر دولتي ځواکونو ور اچولې وه.
دولتي.چارواکو په دې تړاو تر اوسه هم کوم سپیناوی نه دی کړی.



