طالبانو د خپلو عملیاتو پر دوهمه ورځ سل بریدونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۷)
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خپلو پیل شویو (الخندق) عملیاتو په لړ کې یې تیره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې پر دولتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه کړي.
طالبانو ویلي چې د عملیاتو په دوهمه ورځ یې د لوګر د مرستیال والي او د هغه یو شمیر ساتونکي وژلي او د والي د ویاند په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې تیره ورځ په فاریاب، سمنګانو، کندوز،ننګرهار اوګڼو نورو ولایتونو کې یې ۲۱۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې .
طالبانو ویلي چې تر ۲۰ د ډیرو پوستو د نیولو تر څنګ یې یو شمیر لویې ساحې هم ترپوښښ لاندې راوستې او همداراز یې په تخار کې د قوماندان عبدالغني ترمشرۍ لانړې د ۹ تنو عسکرو د تسلیمیدلو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو د خپلو عملیاتو په لومړۍ ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ۱۳۲ عملیاتو د ترسره کیدو ادعا کړې وه.


