کابل ټکی کام ۰۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د سولې په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار قطب الدین هلال وایي، چې د سولې له اعلان سره سم به حکمتیار کابل ته راشي.
ښاغلي قطب الدین هلال تېره ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سولې عالي شورا غړي او د حکمتیار پلاوی هوکړې ته نږدې شوي دي.
هلال وویل، چې د حکمتیار راتګ به د افغانستان په سیاست کې مثبت بدلون راولي.
باید ووایو، چې د حکمتیار پلاوی له یوې میاشتې راهیسې د سولې عالي شورا له غړیو سره په خبرو بوخت دی.
د یادولو ده، یو شمېر کارپوهان د حکمتیار سره سوله بې فایدې ګڼي، او وایي، چې د حکمتیار سره سوله او نه سوله په یوه مانا دي.
















فکر کوم نوره د پيښور ګرمي د زغملو نده او وخت هم تیر سوی دی، ډیر سپین ږیری سوی دی او ورسره حکمت یار هم سوی پاله دی، د ګډ رژیم وروستۍ ورځې دي. ان شاءالله