کابل ټکی کام ۰۹غویي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فرانسې یو شمېر خبري رسنیو ویلي دي، چې په مارسیلا ښار کې یو ستر یهودي معبد پر مسجد بدلیږي.
د فرانسې د رسنیو د خبر له قوله، دغه معبد چې له یوې اوږدې مودې راهیسې خرڅلاو ته وړاندې شوی وو، دا مهال یوې مسلمانې ټولنې اخیستی، او غواړي چې پر مسجد یې بدل کړي.
دغه مسلمانه ټولنه چې البدر نومیږي، یوه مرستندویه ټولنه ده.
که څه هم د دغه معبد د خرڅلاو کره بیه نه ده معلومه، خو ویل کیږي، چې په ۴۰۰ یورو باندې خرڅ شوی دی.
د یادولو ده، دغه معبد ته څېرمه یو کوچنۍ مسجد هم شته دی، چې د جمعې د لمانځه پر مهال پکې مسلمانان نه ځاییږي.















