کابل ټکی کام ۱۳غويي/۱۳۹۵، عبدالهادی همت
طالبانو هغه راپورونه ردکړل چې ویلي وو د طالبانو دڅو ولایتونو دنظامي چارو مسؤل مولوي ندا محمد په بمبارکې وژل شوی دی.
دطالبانوویاندقاري محمدیوسف احمدي په هغه لیږل شوې خبرپاڼه کې داخبره ردکړه چي کابل ټکی کام ته یې هم رالیږلې ده.
قاري یوسف اضافه کړه :دمولوي ندامحمدد شهادت اوازه حقیقت نلري.
دطالبان نوموړی ویاند وايي: موږ د بزدله دښمن دا ادعا په کلکه ردوو، مولوی ندامحمد ژوندي دی او پخپلو جهادي فعالیتونو بوخت دی، همدارازطالبان په خپله اعلامیه کې زیاتوي چي رسنۍ باید داسې ادعاوو ته متوجه واوسي او زموږ نظر په خپلو راپورونو کې مراعات کړي.


















