کابل ټکی کام دوشنبه فرید احمد
د مصر ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د مصر انقرې ښار کې پولیسو د دوو اخبار چلوونکو په دفتر باندې هجوم وړی او یاد ژورنالستان چې د دولت خلاف تبلیغات یې کول نیولي دي.
مصری چارواکو دا خبره منلې چې دوه اخبار چلوونکي یې نیولي دي خو له دې څخه انکار کوي چې ددوی په دفترونو باندې هجوم وروړل شوی ده.
د مصر بعضو رسنیو لیکلي دي چې دوه کسان د (عمروبدر) او (محمود سکا) په نامه کسان د دولتي چارواکو له لوري نیول شوي دي او پر دوی تور ده چې د دولت خلاف اعتراضونو ته یې لمن وهله.
په مصر کې دا مهال زیاتره وګړي ددې مخالفت کوي چې عبدالفتاح السیسي دوه مصري جزیرې د سعودي عربستان حکومت ته وسپارلې خو عبدالفتاح السیسي له خپل یاد کار څخه دفاع کوي او وايي چې یادې دواړه جزیرې د سعودي عرب دي.


















