لومړی مرستیال د وېزې اعتبار هم نه لري!

ليکنه ـ بدر منصور

په دې ورستیو کي جنګي جنایتکار عبدالرشيد دوستم د امريکایانو څخه امريکاته د تګ لپاره د وېزې غوښتنه وکړه خو امريکایانو يې غوښتنه ونه منله.

 د امريکايې ورځپاڼي (نیویارک ټایمز) د راپور پر اساس امريکایانو حکومت ته پټ خبر ورکړ چي جنګي جنایتکار ته د خپل هيواد وېزه نه شي ورکولای دا په داسي حال کې ده چي دوستم د ولس مشر لومړی مرستیال او په هيواد کي د امريکایانو لوی خادم او غلام دی.

 حکومتي چارواکو دا خبره پټه کړه چي هغه امريکایانو ته دوېزې اعتبار نه لري بهانه يې وکړه چي د هيواد حالات د دې نه دي چي دوستم امریکا ته سفر وکړي.

 د یادوني وړده چي دوستم په 2013م  کي هم امريکاته د سفر کولو اراده لرله، هغه مهال هم اجازه ورنه کړل شوه او یوه امريکايې جګ پوړي چارواکي ویلي و چي موږ نه غواړو د هغه چا سره تصوير واخلو چي لاسونه يې په وينو سره دي.

همدا جنګي جنایت کار پر مظلومو افغانو د یوه مشر په توګه تپل شوي دی افغانان باید پوه شي چي امریکایانو پر دوی داسي کسان مشران کړي چي هغوی ته د یوې وېزې اعتبار هم نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button