طالبان: په کندوز کې يې خارجي او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۷غويي/۱۳۹۵، عبدالهادي همت

کابل ټکي کام ته عيني شاهدانو ويلي چې ، تېر ماسخوتن د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اړوند قریه یتیم سیمه کې دولتي عسکرو د  امریکایي  عسکرو په ملتیا د طالبانو پر مورچلونو د ځمکي او هواله لارې بریدونه وکړل، او طالبانو ورسره  مقاومت وکړ . دشاهدانو په وينا : يو امريکايي سپيشل فورس او ۲داخلي عسکر ژوبل شول.

ديادونې ده چې په ياده سیمه کې نورې چاودنې هم ترسره شوي دي چې د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات لا تردې دمه نه دي ترلاسه شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button