
کاپیسا کې یوه محلي پولیس خپل ۳ ملګري وژلي
کابل ټکی کام ۲۰غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کاپیسا ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند په شکوت سیمه کې تېره شپه یوه محلي پولیس خپل ۳ ملګري ووژل.
طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې دغه پېښه تأیید کړې ده، او ویلي یې دي، چې دغه محلي پولیس د خپلې وسلې تر څنګ روغ رمټ تر دوی پورې رسېدلی دی.
باید ووایو، تېره ورځ په غزني کې هم یوه تن عسکر خپل ۴ ملګري ووژل، او طالبانو ته یې د یو شمېر مهماتو تر څنګ ځان ورسوو.
د یادولو ده، د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې ورته پېښې ډېرې شوي دي، چې د افغان عسکرو په منځ کې یې بې اعتباري پیدا کړې ده.



