
ددفاع وزارت وايې چي ۲۲ طالبان مو وژلي دي
دفاع وزارت په خپله ۶۵ نمبر مطبوعاتي اعلاميه کې ویلي چې دهیواد په ډیروولایاتوکې چاڼیزعملیات ترسره کړي دي او۳۶طالبان يې وژلي دي
دفاع وزارت زیاتوي چې دکندهار په میونداوشاولیکوټ ولسوالیوکې ۲۲ تنه طالبان د یوقومندان زړګی په شمول وژلي دي .
طالبان بیاپه خپل وارپه شاولیکوټ کې د۵ عسکرود وژل کیدوخبرورکړی دی طالبان زیاتوي چې داردوله عسکرويې یوشل ډزی ټوپک او ۵۰۰۰ مرمۍ هم نیولې دي
همداراز طالبان وايې چې هغه عسکريې دسره صلیب کارکونکیوته سپارلي چې تېره ورځ ماښام مهال دشاولیکوټ ولسوالۍ په ولی سیمه کې وژل شوي و



