ویاړمنې څهرې

ابوبلال انوري

ترداره لاړم خو انکار مې په ضمیر کې نه و

ځکه چې دا مې په تګلاره د امیر کې نه و

ډیرې مودې وشوې منصوربه چاته نه وي په یاد

دچا په خیال دچا په خوب دچا تعبیر کې نه و

په ویاړ ورځمه او رسۍ د دغه دار ښکلوم

همت یئ پاتې په زندان او په زنځیر کې نه و

زه د تاریخ زرینه پاڼه شوم د دار په ختو

خو دغه ویاړ راته دفکر په تغیر کې نه و

ګورئ چې ساندې اوسلګۍ راباندې ونه هئ

ماته سکون د دار په سر وشو په ویر کې نه و

ماخپل مرګي ته هرکلی د دار په سر وکړو

خو له پاک هدفه انحراف مې په مسیر کې نه و

زه د ملت په خپلواکۍ او ازادۍ مئین ؤم

له امن پرته مې نور هیڅ هم په تدبیر کې نه و

نو (انوري) به څنګه نه ویاړم په داسې زلمو

سکون مسکاوه پښیمانه په تصویر کې نه و

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button