د دوه زرو بندیانو پوښتنه ولې نه کېږي؟

تبصره : هېواد خوږیاڼی
د ګډحکومت په جوړېدو هره ورځ نوې نوې خبرې د رسنیو د سرټکي وي او هره خبره یې د نورو نه حیرانونکې او د اندېښنې وړ وي.
کله چې اشرف غني واک ته ورسېده، نو د څرخي پله زندان ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د بندیانو دوسیې به له سره څېړي او د هغه بندیانو چې د بند موده پوره شوې، هغوی به خوشي کوي او ټولو سره به عدالت کېږي؛ خو ارګ ته به بېرته راتګ یې هرڅه هېر شول او زیات بندیان یې بېرته بګرام ته یوړل او پاتې بندیان همداسې بې پوښتنې پاتې شول.
د مشرانو جرګې د شکایاتو اورېدو د کمېسیون غړي زلمي زابلي نن وویل، چې په څرخي پله زندان کې دوه زره او دوه سوه بندیان داسې هم شته، چې تراوسه یې دوسیې نه دي څېړل شوې او نه پرې درېیمې محکمې د بند حکم کړی؛ خو له تېرو لسوکلونو راهیسې بندیان دي او څوک یې پوښتنه نه کوي.
د زابلي په خبره؛ په دې بندیانو سلګونه داسې خلک هم بندیان دي، چې تراوسه یې جرم هم نه دی معلوم او نه محکمې کوم جرم پرې ثابت کړی؛ خو په کلونو ــ کلونو په څرخي پله زندان کې پراته دي او ستره محکمه یې پوښتنه نه کوي.
له بل لوري بیا ستره محکمه وايي، چې په راروانو شپږ میاشتو کې به د ټولو بندیانو دوسیې له سره وڅېړي او بې ګناه بندیان به ازاد کړي؛ خو سترې محکمې له دې وړاندې هم ورته ژمنې کړې وې؛ خو تراوسه عملي شوي نه دي.
مخکني ولسمشر حامد کرزي څو ځلي ویلي وو، چې بګرام او څرخي پله زندانونو کې بې ګناه بندیان پراته دي او دوی دلته عُقده من کېږي؛ ځکه بې له کوم جرم څخه په کلونو کلونو وخت تېروي او په زندانونو کې ورسره انساني سلوک هم نه کېږي. کله چې داسې بندیان خوشي کېږي؛ نو دوی بیا په یوه نه یوه ډول خپل غچ اخلي او قرار په کور نه کېني.
ګډ حکومت ته پکار ده، چې د هغه بندیانو دوسیې له سره وڅېړي؛ چې له تېرو څو کلونو راهیسې بې له کوم جرم د ثابت کېدو څخه بیاهم بند کې پراته دي او بې ګناه بندیان ټول ازاد کړي، کنه پایلې به یې اوسني کاواکه نظام ته ګواښوونکي وي.
ځکه زیات زندانیان د خپل منځي ستونزو له امله بندیان شوي او محکمې پرې کوم جرم نه دی ثابت کړی.
د زندانونو مسوولین دې دا له یاده نه باسي، که یو کس اته نهه کاله بې ګناه په زندان کې تېر کړي او هغه راخوشي شي، نو له حکومت سره به کوم ډول عمل کوي؟



