د اقتصادي او امنیتي مصؤنیت نشتوالی، آخر تر څو؟

ع.اسدخیل
په داسې حال کې چې د افغانستان د فعلي ادارې (ملي وحدت حکومت) له راتلو نه نیولی تر نن ورځې پورې په دغه هیواد کې د کرزي د حکومت نه په میراث پاتې اقتصادي او امنیتي مصؤنیت نشتوالی لا هم دوام لري او دا د دې لامل ګرځیدلی چې په لسګونو زره خلک چې ډیری یې ځوانان تشکیلوي غربي هیوادونو ته د ځان نه د تیریدو په بیعه د ځانونو د رسولو لپاره هاند وهي، او دغه بهیر لا هم مخ په زیاتیدو دی چې ځینې یې په دښتو او میرو کې د لیوانو خوراک ګرځي او ځینې نور یې د دریابونو د ماهیانو د خیټو تل ته د تل لپاره پریوځي او دا لوبه لا هم روانه ده او ورځ تر بلې د افغانانو کورنۍ د غم په ټغر کښینوي.
اقتصادي او امنیتي مصؤنیت هغه دوه فکتورونه دي چې په وجود سره یې ټولنه هم ژوندۍ پاته کیږي او په نشتوالي سره یې د پناه په لور تهدیدیږي.
که ووایو چې په افغانستان کې د اقتصادي مصؤنیت نشتوالی د ظاهرشاه د کرغیړن شاهي حکومت له دورې نه راپاتې دی مبالغه به نه وي خو امنیتي مصؤنیت بیا د کرزي د غربي رژیم له راتلو نه سرچینه وموندله چې تر ننه پکې د سم سمکي لپاره یوه حکومت هم ګام پورته نکړ او نه هم د حکومت په بدلیدو سره یې څه څرک ولیدل شو او نه هم د راتلونکې لپاره څه تمه شته چې دغه ډول بې بنسټه حکومتونه به یې مهار کړای شي او ملت به همداسې له کړاوونو سره مخ وي.
د همدغه مصؤنیت د نشتوالی له کبله په لکونو مهاجرین هم په پردیو هیوادونو کې د بیچارګۍ شپې او ورځې سبا کوي خو خپل هیواد ته د بې امنۍ له ویرې زړه نه ښه کوي.
د افغانستان فعلی حکومت حاکم کرکټرونه لا هم لاس تر زنې ناست دي او یواځینۍ موخه او فکر یې د خپلو جیبونو ډکول دي، خپلو شخصي ګټو ته پر ملي ګټو لومړی والی ورکوي، حقیقت دادی چې دوی په عمدي ډول نه غواړي چې د افغانستان مظلوم او جنګ ځپلي ولس ته دغه مصؤنیت تأمین کړي، د پښتو د متل سره سم دوی اوبه خړوي او ماهیان پکې نیسي، له دوی سره دا ویره ده چې په دغه هیواد کې اقتصادي او امنیتی مصؤنیت په پښو درول د دوی لپاره ښه زیری دی، نو هیڅکله دا نه غواړي چې ولس ته د خیر رسولو په بیعه خپلې ګټې په خطر کې واچوي، او داسې معلومیږي چې دوی به تر مرګه هم دغه ترلاسه کړې ګدۍ له لاسه ورکولو ته پرینږدي که هغه په هر قیمت وي تمامه شي.
اوس د افغانستان کړیدلي ولس نه لاره ورکه ده او نه پوهیږي چې دغه ناورین به تر کومه دوام کوي؟ او هغه مسیحا به کله را پیدا کیږي چې دوی له دغه ناورین څخه وژغوري.
د افغانستان مجاهد او قهرمان ولس چې په تیرو ۳۷کلونو کې کومو ناخوالو ځپلی دی، که د دغه ښامار مخه په چټکۍ سره ونه نیول شي نو جبیره به یې بیا ناشونې وي، او خدای مکړه له داسې هلاکت او فلاکت سره به مخ شي چې بیا به یې معالجه ونه موندل شي لاسونه به مروړو او هیڅ به په لاس ورنشي.



