دمینې لېوني

شاعر/سمون مهاجر
حق پرسته ننګیالي په دار ختلي
مست د مینې لیوني په دار ختلي
بیا د دار په سر یو څو سرونه ښکاري
خدایه بیابه کوم زلمي په دار ختلي
د شفق له اننګو، نه معلومیږي
چې بیا ښکلي ګلالي په دار ختلي
له منصوره تر منصوره تسلسل دی
بیا سرتیرې منصوري په دار ختلي
مونږ پرې ویاړو دا مو لاره د سمون ده
زمونږ ډیر د سر سړي په دار ختلي



