دمالیزیا دغورځیدلې الوتکې دوه ټوټې موندل شوې

راپور : سمسور (پنج شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵)

دمالیزیا دغورځیدلې الوتکې دوه ټوټې موندل شوې دمالیزیا دغورځیدلې الوتکې په اړه ویل شوي چې د موریس جزیرې او جنوبي افریقا په ساحلونو کې موندل شوې دوه ټوټې تقریبا په قطعي ډول د ورکې شوې مالیزیایي “اېم اېچ ۳۷۰الوتنې” الوتکې دي.

دا دغورځیدلې مالیزیايي اولوتکې د معما د حل پر لور وروستي پرمختګونه دي چې د ۲۰۱۴کال په مارچ کې ورکه شوه.

دغه الوتکه له ۲۳۹سپرلیو سره د مالیزیا له پلازمېنې کولالامپور نه د چین پیکنک ته روانه وه چې تري تم شوه. معلوماتو داښوده چې الوتکه له خپله مسیره بې لارې شوې او وروسته په بحر کې لوېدلې ده . درېیو بېړیو د هند سمندر په سوېل کې ۱۲۰زره کیلومتر مربع ساحه ولټوله، خو د الوتکې هېڅ نښه یې ونه مونده. پنځه موندل شوي ټوټې تایید شوي چې هرو مرو او یا هم په احتمالي ډول د “اېم اېچ ۳۷۰الوتنې” وي.

دالوتکې ټوټې یوله بله لرې پیدا شویدي داسي ښکار چې ټوټې دلویدو ورسته سره جلاشوی وي ..

د الوتکې د وزر یوه برخه چې فلاپېرون نومېږي د ۲۰۱۵کال په جولای میاشت کې په رېیونین جزیرې کې وموندل شوه او د همغه کال په سپتمبر کې تایید شوه چې د همدې مالیزیایي الوتکې پاتې شوني دي.

د مالیزیا د ترانسپورت وزیر لیو تیونګ لي د پنجشنبې په ورځ وویل، ارزوونکې ډلې تایید کړې ده چې په جنوبي افریقا او موریس ټاپو کې موندل شوې دواړه ټوټې تقریبا په قطعي ډول د “اېم اېچ ۳۷۰الوتنې” دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button