راپور : احمد الله مهاجر
د کابل یا د شور بازار د حضراتو مشهور مجاز خلیفه او د سترو رباني پیرانو پیر ستر علمي او روحاني شخصیت الحاج مولانا داد محمد صاحب د اجل داعي ته لبیک ووایو.
خلیفه داد محمد صاحب د تصوف د نقشبندیې معصومیې پیر، او د حضرت ضیاءالمشایخ محمد ابراهیم جان مجددي رحمه الله له خاصو خلیفه صاحبانو څخه وو.
نوموړی د حضرت ضیاءالمشایخ محمد ابراهیم جان مجددي رحمه الله د مدرسې نورالمدارس فاروقیې نائب هم پاتې شوی وو، چې په دغه مدرسه کې یې ګڼ روحاني خلیفه صاحبان وروزل.
ده رحمه الله په روحاني برخه کې له ګڼو خدمتونو تر څنګ یو کتاب (مقدمة التصوف) ولیکلو، چې څو ځله د خانقاه عالیه مجددیه نقشبندیه عمریه معصومیه له لورې چاپ کړی شو.
د ده رحمه الله څخه ګڼ روحاني خلیفه صاحبان پاتې شوي دي، چې مشهور یې خلیفه دین محمد صاحب، د جلدک خلیفه صاحب، خلیفه ابصر صاحب او نور ګڼ شمېر خلیفه صاحبان دي.
د خانقاه عالیه مجددیه نقشبندیه عمریه معصومیه له لورې په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي دي، چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې په ناروغۍ اخته وو، چې بالاخره یې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
په خبر کې راغلي دي، چې د ده رحمه الله د جنازې لمونځ به سبا د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۷مه نېټه د ماسپښین په دوو بجو د ده رحمه الله په اصلي استوګنځي (د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په احمد خان کلا سیمه کې) ترسره شي.


















