کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغويي ۲۸ عبدالهادي همت
ولسوال امين الله خالقي رسنیوته وويل چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو له څو لوريو څخه د ولسوالۍ پر ودانۍ او بازار بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه چې وسله وال د ولسوالۍ څو مترۍ ته رارسېدلي او که دوى ته بېړنۍ مرسته ونه رسيږي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.
ولسوال ادعا وکړه چې موټر يې تېل نه لري او ځواکونه يې د وسلو او مهماتو له کمښت سره هم مخ دي.
نوموړي د ولايت له مسوولينو وغوښتل چې دوى ته ژر تر ژره مرستندويه ځواکونه ولېږل شي.
د هغه په وينا، په جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
د روزګان د ولايتي شورا پخوانى رئیس او ددې ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله هوتکي هم تاييد کړه چې په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
هغه هم وويل چې وسله وال مخالفين په بازار کې ځاى پر ځاى شوي او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کوي. دوالي ویانددوست محمدنایاب دجکړې پخلی کوي خودولسوالۍ سقوط محال بولي


















