د روزګان دهراوود کې نن درېیمه ورځ هم درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۳۰غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روانې ثور میاشتې په ۲۸مه نېټه سهار وختي طالبانو د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پر مرکز تعرضي بریدونه پیل کړل، چې دولتي ځواکونو ته یې د درندو تلفاتو اړولو تر څنګ مرکز ته څېرمه سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
نن چې د ثور میاشتې ۳۰مه نېټه ده، لا هم د دغې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه سیمو کې درنده جګړه روانه ده.
په را رسېدلیو خبرونو کې ویل شوي دي، چې د امنیتي ځواکونو په پرتله طالبان د پرمختګ په حال کې دي، او همدا راز د مرګ ژوبلې کچه هم د دولت د امنیتي ځواکونو ډېره ده.
تراوسه پورې دفاع او د کورنیو چارو وزارتونه پټه خوله دي، او د دغو عملیاتو په اړه یې هېڅ نه دي ویلي.
له بلې خوا طالبانو په خپله رسمي خبرپاڼه کې لیکلي دي، چې د دوی جنګیالیو د دغې ولسوالۍ اړوند د زرتالې او د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه سیمو کې جګړه روانه کړې ده، چې تراوسه پورې یې د مقابل لوري ۶ تنه سرتیري وژلي، او ۶ نور ټپيان کړي دي.
طالبان همدا راز ادعا کوي، چې دوی ته د جګړې پر مهال ۸ تنه نور سرتیري هم تسلیم شوي دي.



