د افغانستان په شمال کې د دوستم او جمعیت ملېشو ترمینځ حالات ترینګلي شوي دي

کابل ټکی کام فرید احمد
تېره ورځ ښاغلی عطامحمد نور د بلخ سرپرست والي په خپله فیسبوک پاڼه، د دوستم د جنبش ملېشه د دوی د یوه قمندان په وژلو تورنه کړې وه او دوستم ته یې د یوه ظالم خطاب کړی و، او د غچ اخیستو راپورنه هم رارسیدلي و.
ددې په غبرګون کې د فاریاب والي سیداسدالله سادات په خپله یوه بیانیه کې د عطا محمد نور خبرې غندلي او هغه یې یو نادان، او د دولتي اصولو ناخبره انسان یاد کړی دی.
د فاریاب والي وایي، چې دا شپږ میاشتې کیږي چې د دې ولایت والي دی خو پدې پوهیږي چې ځان د یوه والي په صفت بې طرفه ونیسي، او دده له قوله دا ځکه چې د جنرال دوستم د فکري مکتب زده کوونکۍ دی.
ښاغلي سادات زیاته کړې ده، هر هغه چاته احترام لري چې د طالبانو په خلاف تېږه(ډبره) واروي.
نوموړی عطانور ته ګواښ کوي چې نه باید د نورو په ولایتونو کې مداخله وکړي.
سادات، عطانور څخه د پوښتنې په ډول یادونه کوي: (تا تراوسه پورې په بلخ کې د جنبش پخوانیو قومندانانو ته د ساه ښکلو اجازه ورکړې ده؟)
دی وايي چې د تېرې شپې جګړه د المار ولسوالۍ د چغاتک په سیمه کې د جنبش او جمعیت ترمینځ د خپل مینځي اختلافاتو له وجې چې د جنبش کسان یې له کوم ځایه شړلي وو، او هغوی غوښتل بېرته خپلو ځایونو ته ولاړ شي شوې ده چې وروسته د جنرال فاروق قاطع او د جنبش د کسانو ترمینځ اخ ډب ونېښت چې یاده پېښه رامینځ ته شوه.
د اعلامیې په پای کې د فاریاب والي سادات له نور څخه په شدت غوښتنه کړې، که فاریاب ته دې فایده نه رسیږي نو ضرر هم مه ورته رسوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button