حافظ ملا عبدالصبور رحمه الله د نېکو اخلاقو خاوند وو

کابل ټکی کام ۰۴غبرګولي/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمد الله غزنوي

زه به د شهید عبدالصبور خالد رحمه الله کوم کوم صفات او کومې کومې خاطرې را په زړه کړم، شهید خالد رحمه الله چې د عمر په لحاظ سره ډېر کم وو، مګر د داسې صفاتو خاوند وو، چې په ډېرو لوړو شخصیتونو کې نه لیدل کېدل.
له شهید خالد رحمه الله سره مو ډېره موده تېره کړې ده، د ده رحمه الله سیرت، صورت، اخلاق، راشه درشه، روغبړ، مزاج او خبرې ټول د نبوي سنتو مطابق وو، ټولې خبرې به یې د جهاد، مدرسې او سبقونو پورې مربوطه وې.
له شهید خالد رحمه الله سره به چې کله زمونږ لږ خفګان راغی، خو د نوموړي په لیدو سره به مو خفګان هېر شو، او د ده مزین او پراخ تندي به زمونږ له زړه څخه خفګان بېرته کوچی کړ.
شهید خالد رحمه الله یو ستر مستعد او مجاهد ځوان وو، په ډېر کم عمر، چې لا په مکتب کې و، د جهاد له سنګر سره یې اړیکه درلوده، له همدغه جهاد او مکتب سره یې ترانې هم ویلې، شعرونه یې هم جوړول، چې ډېر خلک یې په خپل خواږه غږ سره د جهاد سنګر ته تشویق کړل.
شهید خالد رحمه الله د مکتب په دوران کې څو ځله تګاب، میدان وردګ، ننګرهار او کندز ته د جهاد لپاره ولاړو، چې یوه ورځ په میدان وردګو کې د امریکایي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شو، او په یوازې سر یې ۴ امریکایان ووژل، او ۵ نور یې ټپیان کړل.
شهید خالد چې له مکتب څخه په لومړۍ درجه فارغ شو، د قران عظیم الشان حفظ یې هم وکړ، چې د ده له خواږه غږ سره یې نوره شریني هم ګډه کړه.
شهید خالد رحمه الله د مکتب او حفظ تر تکمیلېدو وروسته په هریپور کې د عبدالواحد شیخ صاحب په مدرسه کې دینې زده کړې پیل کړې، چې په ډېره لږه موده کې یې تقریباً فنون ختم کړل، له دې هر څه سره سره نوموړي رحمه الله په عبیده ابن جراح معسکر کې د منفجراتو په برخه کې روزنه هم ورکوله، چې ګڼ شاګردان یې وروزل، له همدې معسکر وروسته یې په کندز کې خپلو ملګرو ته پوځي روزنې ورکولې، چې د الاماره جهادي سټوډيو په هغه وروستۍ فلمي اصدار کې يې قرائت هم کړی دی چې د کندز په اړه یې خپور کړ، په کندز او پېښور کې یې ډېرو ملګرو ته د قرائت درس ورکړ، نوموړی په دې کې ډېر کوشا وو، تر څو مجاهدين قرآنکریم په ښه توګه تلاوت کړای شي.
په کوم ځای کې به چې خالد رحمه الله لږ وخت تېر کړلو، د ملګرو به یې پر صفاتو خوله پولی کېدله، او د ده له کړنو څخه به ډېر متاثره وو.
شهید خالد رحمه الله همدا شان د جهاد په سنګرونو کې تقریرونه هم کول، چې پر خلکو به ډېر مؤثر تمامېدل، ډېر زیات ملګري يې د جهاد مقدسې لارې ته وبلل، او همېشه یې د داسې کورنیو څخه خلک جهادي امورو ته سوق کړل، چې هغوی به له جهاد څخه بالکل ناخبره وو، او حتی چې د اکثرو کورنۍ به په بهر ملکونو کې وې.
شهید خالد رحمه الله چې له الله څخه به یې تل د مقبول شهادت تمنا کوله، د همدغې تمنا په قبلېدو سره د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې داشغالګرو امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په وحشیانه برید کې د شپږو نورو ملګرو سره د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، چې یوازې سر او تنه یې پاتې وه، او د همدې وجې د راوړلو نه وو، او په کندز کې یې خاورو ته وسپارلو.
روح یې ښاد او یاد دې تل وي.

د شهید خالد رحمه الله په یاد کې
زه د دروړلو مورې نه یمه، ټوټې ټوټې یم
ستا د کتلو مورې نه یمه، ټوټې ټوټې یم
زما او ستا د زندګۍ رابطه وشلېدله
د بیا موندلو مورې نه یمه، ټوټې ټوټې یم
چېرې نو ستا زړه ته لوېدل چې زه به داسې کېږم
هېڅ د منلو مورې نه یمه، ټوټې ټوټې یم
ستا د زخمي زړه د تسل او د ټکور لپاره
پرېښی ناولو مورې نه یمه، ټوټې ټوټې یم
خپل طالب جان شهید بچي ته دعاګانې کوه
د هېرېدلو مورې نه یمه، ټوټې ټوټې یم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button