
برتانیه افغانستان ته نور فوځونه استوي
کابل ټکی کام فرید احمد ۸ غبرګولي/جوزا ۹۵
د برتانیې دفاع وزارت اعلان کړې ده، چې افغانستان ته به ځکه نور فوځونه لېږي چې امنیتي حالت یې د اندېښنې وړ ده.
راپورونه ښيې چې برتانیه به ۱۰۰ نور عسکر افغانستان ته واستوي، او د نورو فوځونو ترڅنګ به دوی هم روزنیز پروګرامونه پرمخ بیايي.
کېدای شي د برتانیې لمړۍ وزیر د وارسا په غونډه کې چې په جولای کې به دائریږي، په افغانستان کې د خپل پروګرام پراخول او د نورو عسکرو لېږدول یاد کړي.
دا مهال په افغانستان کې برتانیه ۴۵۰ خپل عسکر د ناټو په پروګرام کې لري چې افغان عسکرو ته روزنیزې، کمکي او د مشورې چارې پر مخ وړي.
د برتانیې په دفاع وزارت کې یوې سرچینې ویلي دي، په افغانستان کې د طالبانو او د داعش د پراخ حضور ته په کتو، برتانیې له وخت څخه مخکې خپل فوځونه له افغانستان څخه واېستل .
برتانیې خپل فوځونه د ۲۰۱۴ کال په ډېسمبر میاشت کې یو کال وروسته د لمړي وزیر له هغه وینا څخه واېستل چې ویلي یې و «عسکر به نور کور ته راځي، ماموریت یې ترسره کړ.»
د ناټو او امریکا له لوري د دوامداره حضور او د عسکرو د زیاتوالي اعلانونه پداسې وخت کې کیږي چې حزب اسلامي دعوه کوي له دوه سري دولت سره يې د بهرنیو ځواکونو د ژر وتو په سر تړون لاسلیک کړی ده.



