
طالبانو قره باغ کې د ختم او بیعت مراسمو پر مهال یو دولتي جاسوس ژوندی نیولی
کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د غزني ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي، چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو د دیني عالمانو، قومي مشرانو، دلګۍ مشرانو او نورو طالب مشرانو په ګډون یوه ستره غونډه جوړه کړه، چې خپل پخواني مشر ملا اختر منصور په حق کې یې دعاګانې او ختمونه وکړل، او د خپل نوي مشرتابه شیخ هبة الله اخونزاده سره یې بیعتونه وکړل.
زمونږ همکار وايي، د دغې غونډې پر مهال یې یو تن جاسوس چې د ټلیفون له لارې یې افغان ځواکونو ته خبر ورکوو، تر څو پر دغه غونډه باندې ډیسي توپ او د اوان مرمۍ ګوزارونه وکړي، نیولی دی.
زمونږ همکار د طالبانو له قوله ویلي دي، چې دغه جاسوس یې د خبرو پر مهال ژوندی نیولی دی، او پر خپل «جرم» یې اقرار هم کړی دی.



