
د هلمند نادعلي کې یو ماموریت او يوه پوسته د طالبانو لاسته ورغلي
کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له تېرې شپې راهیسې د هلمند ولایت په درو ولسوالیو کې طالبانو درنده جګړه پیل کړه، چې افغان عسکرو ته یې درانده مالي او ځاني تلفات واړول.
هلمند ولایت چې یو نا امنه او د جګړو د ډګر په نامه سره شهرت لري، ورځ تر بلې پکې جګړې زور اخلي، او طالبان پکې پرمختګ کوي.
د هلمند ولایت زیات شمېر ولسوالۍ او پراخې سیمې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي، چې د هلمند ولایت په کم شمېر ساحو کې افغان ځواکونه واکمن دي.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان عسکرو یو ماموریت او یوه پوسته یې د جنګیالیو له لوري تر برید وروسته نیولي دي.
طالبانو ادعا کړې ده، چې په جګړه کې یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
طالبانو همدا راز ویلي دي، چې یوه شوبله یې له منځه وړې ده، او یوه بله شوبله، ۱۵ امریکایي ټوپکونه او ګڼې بېلابېلې وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي.



