
سږ کاله به ایرانیان د حج د ادا کولو لپاره نه ځي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی۱۰ عبدالهادي همت
د ايران دولتي مطبوعاتو د یکشنبې په ورځ ويلي: سعودي عرب سره د موافقې نه کېدو له امله به سږ کال ايرانيان حج ته لاړ نه شي
ايراني وزير د یکشنبې په ورځ ويلي ” مونږ تر نن پورې د سعودي عرب د ځواب انتظار کولو، خو د خبرو پر مهال د سعودي عرب چلند يا سلوک او خنډونو جوړولو ته په کتو ايرانيان نشي کولی، چې سږکال حج ته لاړ نشي.
د ايران او سعودي عرب اړيکې تېر کال د حج په مراسمو کې د کرېن غورځېدو او ټېل ماټېل کې د ۴۰۰ ايرانيانو د مړينې وروستو خرابې شوې وې .
د ايران د کلتور او اسلامي لارښوونې وزير علي جنتي ويلي دغه پرېکړه يې د رياض لخوا د ايران د پلاوي سره د ښه سلوک نه کولو نه پس کړې ده،د یادونې وړ ده چې د ايران پلاوی سعودي ته د خبرو کولو لپاره تللی و او د ایراني حاجیانو لپاره يې د حج په مراسمو کې د زیاتو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې وه.
د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر ويلي: ايران د معمول نه زياتې اسانتياوې، کومې چې د حج په دوران کې د ګډوډۍ سبب جوړېدې، غوښتنه کوله، چې د ایران دا غوښتنې د منلو وړ نه وې .
د ايران او سعودي عرب اړيکې تېر کال د حج په مراسمو کې د کرېن غورځېدو او ټېل ماټېل کې د ۴۰۰ ايرانيانو د مړينې وروستو خرابې شوې وې .
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د سعودي حکومت یو شیعه عالم اعدام کړ، چې ایرانیانو یې په غبرګون کې مظاهرې وکړې او په ایران کې يې د سعودي پرسفارت برید وکړ.
ايران کې اکثريت شيعه او سعودي عرب کې اکثريت د مسلمانانو دی .



