
سوريې د وسله وال اپوزيسيون د خبرو د كمېټې مشر استعفا وكړه
د
د سوري حكومت د اپوزيسيون د امبرېلا ګروپ د خبرو كمېټې مشر محمد علوش د سولې خبرود ناکامۍ له امله له خپلې دندې استعفا کړې. دغه كمېټې د ملګرو ملتونو په مرسته په جينيوا كې د سوريې حكومت له استازو سره خبرې وكړې.
نوموړي ويلي، د سوريې د سولې خبرو نه كوم سياسي جوړجاړى او نه هم په كلابندو سيمو كې كومه اسانتيا رامنځته كړه.
محمد علوش وايي، درې پړاوه خبرې د حكومت د سرزورۍ او بې پروايۍ له كبله بې پايلې پاى ته ورسېدې، چې اوس هم د سوريې پر خلكو بريدونه روان دي.
د سوري حكومت د مخالف وسله وال اپوزسيون د خبرو كمېټې، چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دى، تېره مياشت هم له دغه خبرو ناهيلي څرګنده كړې وه.



