
مودي راتلونکې اونۍ کابل ته راځي
کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
یو شمېر هندي رسنیو لیکلي دي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر به راتلونکې اونۍ کابل ته راشي.
هندي رسنیو د مودي د سفر موخه په هرات کې د سلما بند د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون ښودلې ده.
هند له افغانستان سره په ډېرو برخو کې مالي مرستې کوي، چې څه موده وړاندې یې د افغانستان پارلمان ودانۍ په جوړولو کې زیات شمېر مالي مرستې وکړې، چې بیا نرېندرا مودي د پارلمان ودانۍ د پرانیستلو غونډه کې ګډون هم وکړ.
د یادولو ده، چې سلما بند د هندوستان په همکارۍ جوړ شوی دی.



