
په مصر کې د اخوان المسلین نهه ۹ غړي اعدام شول
کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۰ عبدالهادي همت
د مصر یوې پوځي محکمې پرون د اخوان المسلین نهه غړي د ترهګریزو کړنو په تور پر اعدام محکوم کړل.
د مصر د الیوم السابع ورځپاڼې د خبر له مخې، یادې محکمې دغه راز د غیر قانوني وسلو د ګرځولو، د غیر قانوني ډلو د جوړولو، د پولیسو او پوځ د سرتېرو د وژنې او د امنیتي ادارو د پټو رازونو د افشا کولو په تور ۱۲ تنه پر دایمي حبس او شپږ نور پر ۱۵ کاله بند محکوم کړل.
په مصر کې د محمد مرسي په مشرۍ د اخوان المسلمین حکومت تر راپرځولو وروسته پوځ په دغه هېواد کې د عامه نظم د ګډوډولو او غیر قانوني فعالیتونو په تور تر اوسه سلګونه کسان اعدام کړي دي.
د اعدامونو دا لړۍ په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو بشري سازمانونو په مصر کې د سیاسي بندیانو پر اعدام تل نیوکه کړې ده.



