عراق: بغداد کې دوو بمي چاودنو، لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۰غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د نړیوالو خبري رسنیو د خبر له مخې چې د عراق پلازمینې بغداد شمال کې د دوو چاودنو په پایله کې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول.
العالم خبري اژانس د پولیسو د یوې خبرې سرچینې له قوله خبر ورکړی دی، چې لومړۍ چاودنه نن سهار د پلازمینې بغداد د الشعب سیمې شلال بازار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
لومړني معلومات ښيي، چې د دغې چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي دي، او ۱۵ نور ټپیان دي.
له دې چاودنې وروسته د پلازمینې بغداد په شمالي الطارمیه سیمه کې یوه بمي چاودنه رامنځته شوه، چې له کبله یې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button