د عبدالله بن ابي ابن سلول او پروفیسر عبدالرب رسول سیاف تر مینځ یوه مختصره پرتله

ډاکټر اصف

عبدالله بن ابي ابن سلول د خزرج قبیلی مشر و، لکه څنګه چې استاد سیاف د اتحاد اسلامی مشر و او ملا محمد رسول او اوس منان نیازی د اربکیو د یوې ډلې مشري کوي، د مسلمانانو  په مینځ کې د منافقینو  د مشر په نوم مشهور و، سیاف هم د افغانستان په مجاهدینو کې په همدغه نوم شهرت لري. او ملا محمد رسول او منان نیازی هم.

خو زمونږ بحث اوس یواځې د سیاف په اړه دی، نو د ملا محمد رسول او منان نیازی اوس مهال صرف نظر کوو.

ځوی یې هم عبدالله نومیده، چې په اسلام کې خدای د سترې مرتبې څښتن وګرځولو او د یمامة په جګړه کې په شهادت ورسیدو.

ویل کیږي، چې د استاد سیاف هم یو ځوی دی، چې غالبا حبیب الرحمن نومیږي، ویل کیږي چې ډیر متدین شخصیت دی، الله دې یې د همدغه عبدالله د لارې لاروی کړي.

مخکې له دې چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د هجرت کولو پر مهال مدینې منورې ته ورسیږې، نو په مدینه کې په دې خبرې روانې وې، چې عبدالله بن ابی ابن سلول د مدینې مشر مقرر کړي، تر څو دی او ډله یې د مدینې منورې د مشرۍ واګي ترلاسه کړي.

همدا راز مخکې له دې، چې طالبان هم کابل ته د ننوتلو په حال کې وو، نو د استاد رباني په حکومت کې په دې خبرې روانې وې، چې سیاف او ډلې ته یې په حکومت کې یوه قوي او لوړ رتبه چوکۍ ورکړي.

ځکه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په ډیرو ځایونو کې کله په څرګند ډول او کله نا کله په پټه جګړه پر مخ بیوله.

او همدغه ډول سیاف هم د طالبانو په خلاف همدغه ډول جګړه پر مخ بیوله، ځکه چې د ده  قدرت ته د رسیدلو په مخ کې خنډ شول.

اسلامي تاریخ پوهانو د عبدالله بن ابی بن سلول په هکله د اسلام پر ضد ډیر داسې موارد په ګوته کړي دي، چې له جملې نه یې د ده او د ده ډلې د اُحد له جګړې نه بیرته راګرځیدل او رسول الله ص او مسلمانان په نیمه لار کې پریښودل دي.

همدا راز زمونږ د جهاد تاریخ هم د سیاف په اړه ډیر مواردر ثبت کړی دي، چې یو یې هم دا، چې نوموړی د اسلامي نظام د راوستلو لپاره د مجاهدینو په صفونو کې ورګډ و، خو کله چې د طالبانو په لاس د اسلامی نظام راوستل یقیني وبریښیدل او خبره رښتیا ته ووتله نو سیاف هم بیرته له خپل موقف نه وګرځیدو او له امریکایانو سره یې ملګرتیا اختیار کړه، مسلمانان او هغه اسلام ته متعهد عربان، چې په ده باندې یې حساب کاوه په نیمه لار کې پریښودل، بلکې هغوی ته یې ترهګر وویل.

کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم او د مجاهدینو لښکر یې د بنو مصطلق له غزوې نه بیر ته د مدینې خواته راوګرځیدل، نو عبدالله بن ابی ابن سلول وویل: قسم په خدای که بیرته مدینې ته ورسیدو نو شریف خلک به له مدینې نه دا ذلیل خلک ضرور اوباسي!! د ذلیل خلکو نه د ابی بن سلول هدف رسول الله صلی الله علیه وسلم و.

سیاف یوه ورځ د مولوي صاحب خالص د ناروغۍ پوښتنې ته جلال اباد ته په هلیکوپترو کې راغي کله، چې له مولوي صیب سره کیناست، نو مولوي صیب ورته د خبرو په ترڅ کې وویل، چې تاسې ولې د طالبانو په خلاف جګړه کوۍ؟ مونږ او تاسې خو ونه توانیدو، چې اسلامي نظام راولو او ګډوډي جوړه شوه اوس طالبان پریږدئ، چې اسلامي نظام راولي دا خو زمونږ او د دوی مشترک هدف دی.

استاد سیاف ورته وویل: مولوی صیب! مونږ استادان یو او طالب شاګرد ته ویل کیږي، اوس طالبان مونږ ته وایی چې تسلیم شئ، نو ایا استادان به شاګردانو ته تسلمیږي؟؟؟

او په اوس وخت کې سیاف حکومت ته چلینج ورکوي، چې که ده ته اجازه ورکړای شي نو دا پست او ترهګر انسانان (طالبان) به په چوکونو کې راځوړند کړي او په ډیر لږ وخت کې به د افغانستان خاروه د دوی له وجود نه پاکه کړي.

خو کله، چې د ابن سلول دغه خبره د هغه ځوی عبدالله ته ورسیده نو هغه په منډه رسول الله ته ورغلو او ورته یې وویل: زه خبر شوی یم، چې زما پلار ستاسې په شان کې داسې خبره کړې، نو زه په مدینه کې خپل پلار ته تر ټولو نږدې شخص یم، که ته غواړې چې ووژل شي نو ماته حکم وکړه، چې زه یې پخپله ووژنم. کله چې رسول الله د خپل لښکر سره یو ځای د بني مصطلق له غزوې نه مدینې منورې خواته وګرځیدل او مدینې ته ننوتل نو عبدالله په داسې حال کې چې خپله توره یې هم ورسره وه د مدینې منورې په لویه دروازه کې د لښکر مخې ته شو، ټول خلک حیران شول چې څه کیسه ده؟ تر دې چې عبدالله د خپل پلار مخې ته ورنږدې شو او خپله توره یې له تیکي راوویسته او ورته یې وویل چې قسم په خداې جل جلاله تر هغې به رانه مدینې ته دننه نشې تر څو چې درته رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه نه وي کړي.

د استاد سیاف زوی حبیب الرحمن ته هم په کار دي، چې د دغه عبدالله په پل پل کیږدی او د خپل پلار مخې ته ودریږي، چې نور په مجاهدینو پسې بد رد مه وایه او تر هغې به رانه ژوند ونه کړې تر څو چې د طالبانو نه بخښنه ونه غواړې او هغوی درته بخښنه نه وي کړي.

کله چې عبدالله بن ابي ابن سلول ومړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د جنازې لمونځ ادا کړ، عمر بن الخطاب رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې ولې مو د هغه جنازه وکړه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په ځواب کې وویل، چې د ده د جنازې په هکله زه د الله تعالی لخوا خوښمن وګرځول شوم نو ما دا خوښه کړه چې جنازه یې وکړم.

خو د ده له جنازې وروسته الله تعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ټولو منافقینو له جنازې کولو منع کړ، او دا آیت نازل شو چې: (وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰ أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِ ۖ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (84)

ژباړه: او که له دوی نه کوم یو مړ شي، نو ته هیڅکله پرې د جنازې لمونځ مه کوه او مه یې پر قبر ودریږه (یعنی د تدفین په مراسمو کې یې شرکت مه کوه) دوی په خپل منافقت سره اصلاً په الله جل جلا له او د هغه پر رسول کافران شوي دي او په داسې حال کې مړه شوي دي، چې فاسقان دي (له اسلام نه وتلي دي).

عبدالله بن ابی سلولو هغه څوک و، چې د ابوبکر صدیق پر لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بی بی عایشه رضی الله تعالی عنها باندی یې د زنا کولو تهمت په مدینه کې په ډیرې چټکۍ سره خپور کړ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د وژنې اقدام ځکه نه کاوه، چې څوک دا ونه وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوس خپل صحابه (ملګري) هم وژني او هغه څوک هم وژنی چې له ده سره یې د ونې لاندې بیعت کړی و، سره له دې چې اوس مهال یې بیعت مات کړی هم و.

نو طالبان هم فکر کوم سیاف ځکه نه وژني، چې بیا به خلقیان او پرچمیان وایي، چې وګوره مسلمانان خپلو کې یو بل وژني او نړیوال به هم وایي، چې طالبان اوس د پخوانیو مجاهدینو مشران هم وژني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button