د هلمند د جګړې په اړه ځانګړی راپور

کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
هلمند ولایت، چې د جګړې لمن یې تر ښار رسېدلې ده، زمونږ همکار یې په اړه ځانګړی راپور تیار کړی دی، چې د دغه ولایت د سقوط پر اندېښنو څرخیږي.
هلمند
هلمند د افغانستان په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېواد لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان،دايکنډي، ،غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده.
دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په شمول څوارلس ولسوالۍ لري، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
لښکرګاه، کجکي، موسی قلعه، بغران، نوزاد، واشیر، نادعلي، ناوه بارکزائی، دیشو، ګرمسیر، خانشین، سنګین، مارجه او نهر سراج دي.
هلمند تر ټولو خطرناک دی
هلمند ولایت د هېواد په ټولو ولایتونو کې نا امنه او خطرناک ولایت دی، چې زیات شمېر ولسوالۍ یې د طالبانو په لاس کې دي، او د طالبانو د یو لوی مرکز په نوم سره شهرت لري.
هلمند ولایت د طالبانو د وسله والې جګړې له پیله ان تر اوسه پورې د جګړو ډګر دی، داسې ورځ به نه وي، چې په دغه ولایت کې دې جګړه نه وي شوې، او مرګ ژوبله یې نه وي لرلې.
نړلوالو هم ځواکونو هلمند یو خطرناک ولایت بللی دی، چې څو ځله یې په دغه ولایت کې د جګړې په موخه مټې بډ وهلې، په دغه ولایت کې یې ګڼ مهمات ځای پر ځای کړل، مګر د دغو ټولو هڅو سره سره بیا هم دوی له سختې ماتې سره مخ شول، او طالبانو ته یې د پرمختګ لاره نوره هم هواره کړه.
د هلمند ولایت اوسنۍ وضعیت
د هلمند د اوسنی وضعې په اړه ټول ترلاسه شوي راپورونه د هلمند د سقوط پر اندېښنو څرخیږي، د ځايي سرچینو له قوله «د افغان ځواکونو د ناغېړۍ له کبله به دغه ولایت ډېر ژر د کندز په برخلیک خپل کړي.»
هلمند ولایت کې چې تر نورو ټولو ولایتونو پکې زیات امنیتي سرتیري وجود لري، د دې سره سره چارواکي وايي، چې د دوی ترمنځ د نه همغږۍ له کبله جګړه ورځ تر بلې پېچلي کیږي، او طالبان پرمختګ کوي.
د هلمند د جګړې د توندوالي او د لښکرګا د سقوط له ګواښ سره د مخ کېدو په اړه لومړی د دغه ولایت ولایتي شورا خبرداری ورکړ، که په ۴۸ ساعتونو کې دغه ولایت ته تازه دمي سرتیري ونه رسیږي، هلمند به سقوط وکړي.
د هلمند ولایت د ولایتي شورا رئیس کریم خان اتل پرون یوې خبري غونډې ته وویل، چې له تېرو درو ورځو راهیسې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه، نادعلي، نهرسراج او ګرشک ولسوالیو کې درند جګړه روانه ده، او ګڼو امنیتي ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي اتل له امنیتي ځواکونو څخه پرده لرې کړه، چې دوی مورال بایللی دی، دوی نه شي کولی، تر څو په دغه ولایت کې جګړه مهار کړي.
ده وویل، چې د امنیتي ځواکونو د ناغېړیو او د دوی ترمنځ د نه همغږۍ له کبله دغه ولایت همېشه د دا ډول بریدونو شاهد وي.
نوموړي د هلمند د روانې جګړې په اړه وویل، چې همدا اوس د ښار په څلورو خواوو کې درنده جګړه روانه ده، چې تراوسه پورې یو شمېر سیمې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
نوموړي وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته شپېته پولیسو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د ولایتي شورا مرستیال هم تأیید کړه، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې د پخوا په پرتله څو چنده زیاتې شوي دي.
عبدالمجید اخوندزاده د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا اتیا امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي خلکو هم رسنیو ته د امنیتي ځواکونو د کم مورالۍ څخه شکایت کړی دی، چې دوی د طالبانو په پرتله زیات مهمات ټانګونه او هوايي ملاتړ لري، مګر پر دوی چې لږ سخته راشي، د تېښتې لاره غوره کړي، چې له کبله یې طالبان پرمختګ کوي.
دوی زیاته کړه، چې طالبانو دا مهال د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې درنده جګړه پیل کړې ده، او که حالت همداسې روان وي، ډېر ژر به دغه ولایت د کندز له برخلیک سره مخ شي.
د ملي دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره په هلمند ولایت کې د طالبانو خوځښتونه تأیید کړي دي، خو ډاډ یې ښودلی دی، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک، سنګین، مارجه او نورو ولسوالیو کې د طالبانو پر خلاف ځمکني او هوايي عملیات روان دي.
د یادولو ده، چې په خواله رسنیو کې د هلمند ولایت د سقوط اندېښنو ډېر زور نیولی دی، او له افغان حکومت څخه یې د غم خوړلو غوښتنه کړې ده، خو لا هم د دولت له لوري کوم منظم پلان وجود نلري.

په کابل کې یو سیاسي شناند چې له نوم اخیستلو څخه یې معذرت وغوښت وايي، هلمند ولایت که سقوط وکړي، نو بېرته تصفیه کول او نیول به یې بغیر له بهرني ځواکونو شونۍ نه وي، او علت یې دا وښودو، هلمند د کندز په پرتله ډېر پېچلۍ او سخت ولایت دی، او اوس هم چې طالبان کومې سیمې ونیسي، هغه د هغوی دائمي اډې شي، ترې راخپلول یې یو سخت کار وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button