
جلال اباد كې ۶۸۰ كارتنه بې کیفیته درمل نيول شوي
کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۱۱ عبدالهادي همت
ننګرهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي، په تېرو دوه ورځو كې يې ۶۸۰ کارتنه غیر قانوني را وارد شوي بې کیفیته او تاریخ تیري درمل نیولي دي.
د ننګرهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال رسنیو ته په دې اړه وویل، د وی د یو لړ پلټنو پرمهال په تېرو دوو شپو کې ۶۸۰ کارتنه هغه درمل نیولي، چې غیر قانوني را وارد شوي وو: (( دغه درمل په یوه ګودام کې ساتل کېدل، چې د فايدې په ځای یې ناروغ ته زیان ډیر و))
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکي په داسې حال کې د غیر قانوني درملو د نیولو خبره کوي، چې د شنونکو په باور د ښار په ډېرو درملتونونو کې بې کیفیته او تاریخ تېري درمل په لوړه بیه پلورل کیږي، خو د مخنيوي یې تر اوسه څوک نشته.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې دننه پر بې کیفیته درملو او غیر متخصصینو ډاکټرانو باندې عامه وګړيو باور له لاسه ورکړی، نو ځکه د تداوۍ او معالجې لپاره بهرنیو هیوادونو ته د درملنې لپاره ځي.



