
ایاځانګړې سولې به دعامې جګړې ځای ونیسي؟
سرلیکنه
غربي رسنیو په خپلو راپورونو کې څرګنده کړه، چې د حکمتیار د سولې خبرو ترڅنګ د طالبانو څخه یوې بیلې شوې ډلې هم د دولت سره د خبرو کولو هیله څرګنده کړې ده، خو ددې ډلې لخوا چې کوم شرطونه د ملي یووالي حکومت ته وړاندې شوي دي، له هېواده د بهرنیو پوځونو وتل او په هېواد کې د اسلامي او شرعي نظام حاکمیت، دا هغه شرطونه دي، چې طالبانو د امریکا د یرغل له پیل څخه په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو لپاره ایښي وو.
د ملامحمد عمر مجاهد له وفات څخه وروسته د ګوتو په شمیر د څو تنو ډلې، چې مشري ېې د ملا رسول په نامه ښودل شوې، امریکايي او غربي رسنۍ ېې د سولې په نامه تبلیغوي. لومړی یاده ډله طالبانو د سر راپورته کولو سره سمه وځپله او له منځه ېې یوړه، اوس يي امریکا او غربي رسنیو ته یواځې یو نوم پاتې دی، چې د طالبانو د اختلاف په غرض ېې ښکته او پورته کوي.
د دوو میاشتو را په دېخوا د ملي یووالي حکومت او غربي مطبوعاتو د حکمتیارصاحب سره سوله وګړنجوله، چې بالاخره دحکمتیارصاحب لخوا ېې مسوده د منلو وروسته پرون کابل ته را ولېږل شوه.
د ملي یووالي حکومت غواړي د سولې په نامه د جګړو په اورکې د ډاډ سا واخلي، موږ ټول د سولې پلویان یو، پرته له سولې هیڅ وخت په خپل هېواد کې د امن او هوسا ژوند شیبه نشو لیدلاې، خو د یو څو کسانو سره په ځانګړې ډول سوله هیڅ وخت د عامې جګړې، چې له ټول هېواد څخه ېې د اور لمبې راتاوې وي نشي کامیابیدای.
د حمکتیار او څو د دولت لخوا ګمارل شوو وسله والو سره که د طالب په نامه سوله وشي بیا ېې هم مونږ هرکلی کوو، زمونږ یواځنۍ هیله داده، چې په ټول افغانستان کې سوله راشي، خو د ګمارل شوو کسانو سوله، سوله نه وي، هغه دعامې جګړې پر وړاندې د ناتوانۍ او کمزورۍ یوه دسیسه وي، په افسوس سره به ووایو، چې ټول عمر مونږ د دا ډول دسیسو ښکار شوي یو.
دا اوس چې په ځانګړې توګه د سولې تبلیغ کیږي دا خپله یوه دسیسه ده نه سوله، سوله له هغه چاسره کیږي له چا سره چې جګړه روانه وي،کوم حریفین چې سره جګړه کوي، څو ک چې د دوو کلونو راپدې خوا په حکومت کې په لوړو پوستونو او وزارتونوکارکوي، د ګوند ۹۵سلنه ېې په حکومت کې ورځاې شوې وي له هغو سره خو سوله، سوله نه وی، هغه خو تسلیم وي، سوله له هغه چاسره کیږي، چې په وسلواله جګړه کې سره ښکیل وي.
ټولو داخلي او بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړل، چې د درې ورځو را پدې خوا په هلمند کې جګړه روانه ده طالب وسله والو د نادعلي، ګرشک اومارجې ولسوالیو په پوستو باندې له هرې خوا بریدونه پیل کړي دي، د راپورونو پر اساس جګړه د لښکرګا ښار ته ورنږدې شوې ده، د هلمند امنتیي مسئولینو ویلي که تازه قواوې ورونه لیږل شي لښکرګا د سقوط په حال کې ده او د لښکرګا سقوط د هلمند سقوط دی.
یو ولایت چې د سقوط له خطرسره مخ وي، نو بیا د حیرانتیا خبره دا ده، چې د ملي یووالي حکومت د څو اشخاصو سره په ځانګړي ډول خبرو ته څرنګه سوله وايي، سوله خو هغه ده چې په ټول هېواد کې ېې وړانګې د هر افغان په سیمه او مېنه خورې شي.
له یوې خوا د لښکرګا او کندهار ترمنځ د لوېې لارې پر پوستو د طالبانو له لوري بریدونه دوام لري. د ملي یووالي حکومت د سولې نارې وهي، که د ملي یو والي حکومت د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مارک ټونر په وینا ډاډه وي، نو امریکا خو هر وخت د افغان چارواکو سره د سولې د ډاډ وینا کوي. امریکا په هېواد کې هیڅ وخت سوله نه غواړي، بلکه په افغانستان کې يې د جګړي په دوام د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده اړیکې نور هم په ناندرو بدلې کړې.
د حیرانتیا خبره خو داده، چې د ملي یووالي حکومت ولس ته د سولې ډاډ ورکوي، خو د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په روسیه کې د خپل وظیفوي همسیال نیکولای پتروشوف سره په لیدنه کې له هغه د وسلوالو پرخلاف دهمکارۍ غوښتنه کوي او وايي، چې د روسيي په همکارۍ به په افغانستان کې تروریزم له منځه ولاړشي. له یوې خوا د سولې او له بلې خوا د جګړې تیارې، حنیف اتمر چې په ګروزني کې دهند، ایران، قزاقستان، ترکمستان او تاجکستان د امنیتي چارواکو سره په هېواد کې د وسلوالو د مبارزې په اړه لیدنه کوي د یادو هېوادونو څخه په هېواد کې د سولي په اړه ېې دهمکارۍ یادونه هم کولای شوه، خو د ملي یووالي حکومت کې د څوکسانو په ځانګړي سوله هیڅ وخت سوله نشي راتلای او نه ځانګړې سوله د عامې جګړې ځای نیولای شي.



