د خوست مركز كې د فوټبال دوه مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

 کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت

د خوست په مرکز پنزایې کلي کې د فوټبال هغه سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې ،پرون ورځ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ د پنزایې کلي د ځوانانو لخوا د سولې په نوم جوړې شوې وې چې هره ورځ به ورته سلګونه کسان نندارې ته راټولېدل.

دې سياليو پای لوبې ته د خوست د مرکز متون ګلزار اکا او اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د حیدرخیلو لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې په اخره كې يې د حیدرخیلو لوبډلې د پينالټي په شاټونو سره ګلزار اکا لوبډلې ته ماتې ورکړه
د خوست د مرکز پنزایې کې د وحدت لوبډلې چې د دغو سیالیو د جوړولو مسوولیت یې پرغاړه درلود، رسنیو ته وویل:  په دغو سیالیو کې ۴۰ لوبډلو برخه درلوده او د سیالیو له جوړولو یې هدف ځوانانو ته د سولې پیغام رسول وو. .
دغه سیالۍ په داسې مهال کې پای ته رسیږي، چې خوستيانو په دغه ولايت كې سږني كال ته د سپورټ  د كال نوم وركړى .

خبر زیاتوي، چې په خوست کې ورزش او لوبو د بل هر وخت په پرتله وده او پرمختګ کړی  دى، خو لوبغاړي اوس هم له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button