په بلخ کې نا مسؤولو کسانو ته زرګونه ميله وسلې وېشل شوې دي

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت

د بلخ د ولايتي شورا مرستيال او د جنبش ګوند غړي شجاع الدين شجاع شمال کې د جمعیت او جنبش ګوندونو د پلویانو تر منځ وروستیو مخالفتونو ته په اشارې ویلي، د جنبش مشر جنرال دوستم د خپل ګوند له چوکاټ لرې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه دنده ترسره کوي، خو د جمعیت مشران په داسې حال کې چې دولتي دندې هم لري د ملیشه سازۍ په لټه کې دي. نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې بلخ کې زرګونه ميله وسلې غير مسوولو کسانو ته وېشل شوي، چې له کبله یې په ټول شمال کې د ستونزو د رامنځته کېدو وېره ده.

د بلخ د ولايتي شورا مرستيال وايي په دغه ولايت کې غير مسوولو کسانو ته زرګونه ميله وسلې وېشل شوې، چې له کبله یې شمال کې د لویو ستونزو راپورته کېدو ویره ده، که څه هم هغه د چا نوم یاد نه کړ، خو د جنبش یو شمېر نورو سرچینو تور پورې کړی، چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په دغه ولایت کې، د جنبش ګوند د ځپلو په موخه  ملیشې جوړې کړې دي.

د یادوني وړ ده  چې، څو ورځې مخکې د دوستم ملیشو او د  جمعیت ګوند  عطامحمدنور د ملیشو تر منځ د نښتو خبرونه هم ورکړل شوي وو، چې حکومت یې په اړه چوپه خوله دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button