د جمهوري ریاست دوهم ساتونکی هم د اختطاف په تور ونیول شو

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت

د جمهوري ریاست دوهم ساتونکی هم داختطاف په تور نیول شوی، وروسته له هغه چې د جمهوري ریاست یو ساتونکی په دې تور ونیول شو، چې د حامد په نامه یو ځوان يي د پیسو لپاره تښتولی و، د جمهوري ریاست د ساتونکي پلار هم په ورته تور نیول شوی دی.

امنیتي مسؤلین هم دا خبره تائیدوي، چې د جمهوري ریاست دوه محافظین يې د اختطاف په جرم نیولي دي.

جمهوري ریاست دا خبره هم منلې ده، چې د دوی د حفاظتي ګارد یو ساتونکي او د هغه پلار یې په دې جرم د ملی امنیت لخوا نیول شوي دي، چې د حامد په اختطاف اوتښتونه کې يې لاس درلود.

د یادونې وړ ده، چې له ډېر وخت راهیسې دا ډول خبرونه د مطبوعاتو مخې ته راځي چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي د هیواد د عامه وګړو په اختطاف او تښتونه کې لاس لري، چې څرګنده بېلګه یې د اباسین کوچني ماشوم وژنه ده. نوموړی څو ورځې وړاندې په کابل کې د تښتوونکو په لاس په دې جرم ووژل شو، چې پلار یې د اباسین د راخلاصولو په بدل کې لکونه ډالر ور نه کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button