
رولنګسټن: اوباما د جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
د اوباما د واکمنۍ له پېل راهیسې افغانستان کې ۱۹۰۶ یواځې امریکايي سرتیري وژل شوي دي. امریکايي رولنګسټن میډیا ګروپ د دغو ارقامو په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر بارک اوباما د جګړې په پایته رسولو کې پاتې راغلی دی.
سرچینه زیاتوي، د ده د واکمنۍ پر مهال امریکایان تر بل هر وخت ډېر په جګړه کې ښکېل دي.
د رولنګسټن د معلوماتو له مخې؛ د نوموړي د حکومت پر مهال امریکا په اوو هېوادونو افغانستان، عراق، پاکستان، سومالیا، یمن، لېبیا او سوریه کې هوايي بریدونه کوي په داسې حال کې، چې د مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې امریکا یوازې څلورو هېوادونو کې ورته بریدونه کول.
سرچینه زیاتوي، د بوش ادارې عراق او افغانستان کې پوځيان لرل، خو اوباما سوریې ته هم پلې ځواکونه لېږلي او عملاً پر جګړه بوخت دي. دغه امریکايي رسنیز ګروپ د اوباما هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي يې وو، د عراق جګړه بې معنا خو د افغانستان جګړه یوه اړتیا وه لیکلي، اوس اوباما حتا پر دې نه دی توانېدلی، چې د عراق له بې معنا جګړې خپل پوځیان خلاص کړي.
یاد رسنیز ګروپ دا خبر په داسې حال کې ورکړی دی،چې امریکایي ځواکونه اوس هم عملا په افغانستان او عراق کې د مسلمانانو پر خلاف جګړه کوي.



