
الهام علي یف د افغانستان سره د هر اړخيزې همکاری ژمنه وکړه
کابل (انصارخبر) ۱۱ غبرګولي/جوزا ۹۵
دافغانستان دملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په اذربايجان کې دهغه هېواد ولسمشر الهام علي ایف سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ستونزو د حل په اړه ېې معلومات سره شريک کړل.
په دغه کتنه کې د اذربايجان ولسمشر وويل اذربايجان حاضر دى د افغانستان سره د اړتيا وړ، په هره برخه کې مرسته وکړي.
علي یف د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ته ډاد ورکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره د ژورو، ستراتیژیکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی.
د اذربایجان ولسمشر وویل هېواد یې حاضر دی، له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو د ټولو هوایي اړتیا د پوره کولو، د پېلوټانو د روزنې، د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو اړتیاوو د پوره کولو، د امنیتي ځواکونو د ټپیانو د درملنې، د نظامي افسرانو د روزنې او د ملکي برخو د محصلانو د روزنې په چارو کې همکاري وکړي.
د اذربایجان ولسمشر د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر نوښتونه وستایل او ټینګار یې وکړ، چې اذربایجان له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
اذربايجان ولسمشر الهام علي یف وويل: د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د همکاریو د پراختیا نوی پړاو پیل شوی دی.
د ملي امنیت سلاکارحنيف اتمر د روسیې او قفقاز حوزې د یو شمېر هېوادونو د لېدنې لپاره په دې موخه تللی، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د یادو هېوادونو همکاري خپله کړي.



