
د طالبانو د دعوت ارشاد اداره وايي، په مۍ میاشت کې ۵۲۶ دولتي مامورینو له دندو لاس اخیستی
کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو د دعوت او ارشاد د جلب او جذب کمیسون له لورې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال د مۍ میاشتې په راپور کې راغلي دي، چې د دغه کمیسون د مسئولینو د هلو ځلو په پایله کې د کابل ادارې ۵۲۶ کارکوونکي خپلې دندې پریښې دي.
راپور کې راغلي دي، چې دغو کسانو د کابل ادارې اړوند په بېلابېلو ارګانونو کې دنده درلوده، چې د دوی د مسئولینو له لورې په حقایقو وپوهول شول، او د طالبانو له صف سره یو ځای شول.
راپور کښلي، چې دغو کارکوونکو له ځانه سره سپکې او درندې وسلې، مخابرې، وسایط او ګڼ شمېر نور مهمات تر طالب جنګیالیو پورې رسولي دي.
راپور لیکلي دي، چې د دغه کمیسون د مشرتابه له لورې یادو تسلیم شویو کسانو ته هرکلی شوی دی، انعامونه او جایزې ورکړل شوي دي.
د راپور یوه برخه کې راغلي دي، چې یادو تسلیم شویو مامورینو له دوی سره ژمنه کړې، چې په راتلونکې کې به له کابل ادارې سره کار نه کوي.
«داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .»
د طالبانو له لورې دوه لېنکونه ورکړل شوي دي، چې د دغو نیول شویو کسانو ټول تفصیل پکې کتلی شئ!
https://ia601503.us.archive.org/16/items/Northeastern_201605/Northeastern.pdf
https://ia801505.us.archive.org/1/items/Southwestern/Southwestern.pdf



