
د هندي پوځيانو د وسلو زېرمتون کې اور لګېدنې، ۱۷ پوځيان وژلي
کابل ټکی کام ۱۱غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې
خبري رسنۍ وايي، چې د هندي پوځيانو د وسلو زېرمتون کې د اور لګېدنې له کبله اوولس پوځيان وژل شوي دي، او ۱۹ تنه نور سخت سوځېدلي دي.
هندي پوځي چارواکو د دغې پېښې په تأیید کې ویلي دي، چې اور ناګپور ښار ته څېرمه لګېدلی دی، چې چاودنې هم ورسره وې.
چارواکو ویلي دي، چې پېښه د سې شنبې پر ورځ سهار وختي شوې ده، او د پوځ د وسلو زېرمه یې سوځولې ده.
د اور لګېدو لامل تراوسه نه دی په ګوته شوی، خو د علت پيدا کولو په اړه یې هڅې روانې دي.
د یادولو ده، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هم د هند ختیځ پناګړ په سترو ډیپوګانو کې اور لګېدلی وو، چې چاودنې هم ورسره ملې وې، مګر چا ته یې زیان نه وو اړولی.
په وژل شویو پوځيانو کې دوه پوځي افسران هم شامل دي.
په خواله رسنیو کې د پېښې یو لړ تصویرونه ورکړل شوي دي، چې اور وژونکي د اور د وژلو هڅې کوي.
د پېښې ځای ته څېرمه د کلیو خلکو ته امر شوی دی، تر څو خپل کور کلی پرېږدي، او ووځي.



