ننګرهار:  امنیتي ځواکونو د ځمکې پر سر شخړه کې ۸ ملکي کسان  ټپیان کړل

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۱۲عبدالهادي همت

په ننګرهار ولایت کې د حکومتي ځواکونو او ځايي خلکو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې د چارواکو په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي دي.

د رسنیو د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ګرداب په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې حکومتي ځواکونو هڅه کوله ځايي وګړي له هغې ځمکې لرې کړي، چې دولتي یې بولي.
حکومتي چارواکي وايي، دغه ځمکه دولتي ده او ځايي اوسېدونکو غضب کړې، خو ځايي اوسېدونکي وايي، ځمکه د دوی شخصي ملکیت دی.
ویل کېږي، په دغه پېښه کې ۸ تنه ټپیان شوي، چې یوه مېرمن او درې پولیس هم په کې شامل دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
ځايي اوسېدونکي حکومتي چارواکي له دوی سره په زور زیاتي تورن کړل او له مرکزي دولته یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button