کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۱ عبدالهادي همت
له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي پرون ماسپښين شاوخوا ۲ بجې د ننګرهار ولایت خوږیاڼوولسوالۍ اړوند مملې سیمه کې په اربکیانو دطالبانو له لوري ناڅاپي بریدوشو. بریدهغه مهال رامنځته شو، چي یاد اربکیان له سیمي نه د تیریدوپه حال کې وو. خبر وایي په دغه بریدکې د اربکی قومندان (رازی) ووژل شو او د ۵ تنه نور اربکیان مرګوني ټپیان شول.
په یو بل خبرکې ویل شوي چې بیګا ماښام ۸ بجې دخوږیاڼو ولسوالۍ د اربکیانو یو بل قومندان محمدطاهر چې په سرجنګي مشهور وو د قومندانۍ څخه په لږه فاصله کې د ځای پر ځای شوي ماین په توسط د ۷ نورو اربکیانو سره یو ځای ووژل شو.
طالبان وايي چې نوموړی برید د هغه شهیدانو په انتقام کې و، چې څو ورځې وړاندې سرجنګ قومندان د طالبانو مړي په رینجر موټرو پسې تړلي وو ﻭﺍﻭ ﺩددوی د ملګرو سپکاوی يې کړی و.















