طالبانو د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت
د بلخ ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
همدا راز د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شيرین جان دراني هم پېښه تائيد کړې او رسنیو ته ویلي، چې د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان بسم الله نن د چار شنبې په ورځ سهار له کوره خپل د کار ځای ته پر لاره وو، چې چاودنه پرې وشوه.
د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد وايي، بسم الله خان د چارشنبې په ورځ، له غرمې مخکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی او درې ساتونکي يې ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، ماین د نوموړي د سورلۍ په ګاډي کې ځای پرځای شوی و چې د ولسوالۍ او مزار شریف د لارې په اوږدو د پل امام بکري په سیمه کې پرې چاودلی دی.
وسله والو طالبانو د بسم الله خان د وژلو پړه منلې ده طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په چاودنه کې امنیه قومندان ډګروال بسم الله وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.



