سناتور هاشم الکوزی : که سالم مدیریت نشي کولی د هلمند ولایت دې طالبانو ته تسلیم کړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۲ عبدالهادي همت

د مشرانو جرګې غړي د هلمند ناوړه امنیتي وضعیت او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له امله له حکومته غواړي چې په مهمو امنیتي پوستونو کې د کسانو په ګومارنه کې له دقته کار واخلي.

د مشرانو جرګي اداري پلاوی د هلمند له روان وضعیت او په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو پر تلفاتو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې په امنیتي پوستونو کې وړ او مسلکي کسان وګوماري.

د دې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې پرون یې د جرګې مشري کوله د هلمند په جګړې کې د افغان ځواکونو پر تلفاتو اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه: ((د هلمند په پېښه کې د ۱۵۰ افغان سرتېرو وژل کېدل یو لوی ناورین دی، دلته موږ پر حکومت او ملي امنیت شورا باندې غږ کوو، چې له سلیقوي مقرریو څخه لاس واخلي او وړ کسان پر دندو وګوماري

د مشرانو جرګې په غونډه کې دا خبرې وروسته له هغه وشوې چې د هلمند یو شمېر سناتورانو د دغه ولایت له ناوړه امنیتي وضعيت او په پوځي قطعاتو کې له ناسم مدیریت څخه اندېښنه څرګنده کړه.

سناتور هاشم الکوزی وايي: ((د خدای په لحاظ ، د قران په لحاظ له داسې نا سم مدیریت سره به څه وخت دوی سره دا حساب کوئ، څه وخت ورته وایئ چې وروره په دنده کې پاتې راغلی یې، که چېرې نه شي کولای لطفآ د هلمند ولایت دې طالبانو ته تسلیم کړي، هره ورځ زموږ هلمندیان او افغانان دې د غم ټغر ته نه کېنوي)).

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د ولایتي شورا مسئولينو هم د دغه ولایت له ناوړه امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی که چېرې تازه دمي سرتېري دغه ولایت ته ونه لېږل شي دغه ولایت به سقوط وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button