برتانیه نور پوځونه افغانستان ته را لیږي

سرلیکنه
په تیر۲۰۱۴میلادي کال کې چې د اوباما لخوا په افغانستان کې د امریکا او ناټو په چوکاټ کې د بهرنیو پوځونو پوځي ماموریت پای ته ورسید، ناتو په یوه اعلامیه کې وویل: که په افغانستان کې امنیتي حالات کنترول نه کړای شول د اړتیا پر وخت بهرني پوځونه بیاهم د افغان ملي اردو او پولیسو سره دهمکاریو او امنیت په ساتلو کې مرسته کولای شي.
د امریکا د دفاع وزارت دوینامطابق، چې له افغانستا څخه د بهرنیو پوځونو د ویستلو مرحلې دوام درلود امریکا وویل، چې په افغانستان کې به د ناټو یوڅه پوځونه د افغان پوځ د روزنې، تجهیز او د امن ساتلو په موخه پاتې شي، چې په اخرکې امریکا دپاتې شوویو پوځونو شمیر ۹۸۰۰تنه اعلان کړ،،چې په افغانستان کې دبیا رغاونې او اقتصادې پرمختګ په نامه پاتې شو.
د یوې میاشتې راپه دې خوا، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونه بیا زیات شوی دي د یوشمیر ولایتونو او ولسوالیو دسقوط راپورونه ورکول کیږي، خپله د ولایتونو امنیتي مسئولین اعتراف کوي که تازه دمې قواوې ور و نه لیږل شي ولسوالۍ څه چې ولایات ېې دسقوط په حال کې دي .
لومړی د ناټو او ورپسې د برتانیې ددفاع وزارت اعلان کړه، چې په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په نظرکې نیولو او د یوشمیر سیمو او ولسوالیو د سقوط په خاطر به افغانستان ته نورپوځیان واستوي .
د برتانیې د دفاع وزارت افغانستان ته دخپلو نورو پوځونو دلیږلو په اړه وویل: افغانستان ته دبرتانيې نوي لیږدیدونکي پوځونه به د افغانستان د ملي اردو او پولیسو په روزنه کې مرسته کوي او زیاتوي، چې د افغان دولت د مخالفینو د بریدونو په زیاتوالي نورې روزنیزې مرستې ته زیاته اړتیاولیدل شوه او هم به دافغان پوځ تجهیزاتو کې مرسته وکړای شي.
د برتانېې د دفاع وزارت په افغانستان کې د دولت د مخالفینو طالبانو ترڅنګ د داعش نوې ډلې ته هم اشاره وکړه، چې دا مها ل د افغان دولت پولیس او اردو د زیاتو امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د برتانيې د دفاع وزارت دا مهال افغانستان ته د نوو سلو او پوځونو د لیږلو اعلان وکړ، خو ویلې ېې دي، چې افغانستان ته تازه برتانوي لیږدیدونکي پوځونه به په افغانستان کې د افغان پوځ د روزن ځایونو ساتنه هم کوي، خوتیرکال چې کندز ښار د دولت له لاسه ووت سره له دې چې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته رسیدلی و، د ناټو هوايي ځواکونو د کندز پر ښار او پر یو روغتون بمباري وکړه او هره ورځ د ډرون بریدونو خبرونه هم ورکول کیږي.
برتانیه که د ناتو د تړون له مخې د امریکا سره دافغانستان په یرغل کې شریکه هم ده، مګر په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ سره مخالفت لري، چې دا مخالفت ېې درې کاله د مخه په هلمند کې په ښکاره توګه ولیدل شو، چې د امریکايي پوځي جنرالانو په سخت ټینګارسره به هم برتیانوي عسکرو په هلمند کې د طالبانو پرخلاف څنګه چې قومانده ورکول کیده هغه ډول جګړه ېې نه کوله .
په ملګرو ملتونوکې د شوې پریکړې له مخې په افغانستان کې د امریکا، برتانيې او ناټو د پوځونو پوځي ماموریت په ۲۰۱۴میلادي کال کې پای ته رسیدلی دی، اوس چې ناټو او یا برتانیه افغانستان ته د طالبانو د پرلپسې بریدونو او یوشمیر ولسوالیو دسقوط په نامه نور پوځونه را لیږي، دابه دناتو او برتانيي یوبل یرغل وي، چې په افغانستان ېې کوي، لکه څرنګه ېې چې لومړی یرغل د ملګروملتونو د ټولو قوانینو خلاف وکړ، دارنګه ېې افغانستان ته نور پوځونه رالیږل هم د ملګروملتونو له قوانینوسرغړونه ده.
د افغانستان دفاع وزارت په وار وار ویلي، چې زموږ پوځونه د هېواد دساتنې وړتیا لري، خو روسيي او ګروزني ته دملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر له سفره او هلته د یوشمیر هېوادونو له مشرانو څخه د افغانستان د روانو نا امنیو د مخنیوي په موخه له هغوی څخه د مرستو له غوښتنو دا په ډاګه کیږي، چې د دفاع وزارت نور په خپلو پوځونو د امنیت د ساتنې باور نه لري. دانه ده څرګنده، چې یو شمیر ولسوالۍ به دفاع وزارت د خپلو، برتانوي او نوروبهرنیو پوځیانو په ګډوعملیاتو سره له سقوطه څخه وساتي او که به ېې له لاسه ورکړي.



