په کابل کې درېيمه یو ورځينۍ لوبه حبیب بانک وګټله

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت

پرون  د جمعې په ورځ  په کابل کې د پاکستان حبيب بانک او د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځینۍ لوبو څخه درېیمه لوبه وه، چې د پاکستان حبيب بانک په ګټې پای ته ورسېده.

د لوبې پچه د پاکستان حبيب بانک لوبډلې وګټله او افغان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې په  ټاكل شوو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۵ منډې جوړې كړې، خو د پاکستان حبيب بانک لوبډلې وکولی شو، چې ټاکل شوی هدف په ۴۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي.

سبا به د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډله او د پاکستان حبيب بانک لوبډلې سره په كابل كې څلورمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي.

د يو ورځنيو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان حبيب بانک ګټلې وه او دويمه لوبه د افغانستان کرکټ بورډ پرمختيايي لوبډلې ګټلې وه، چې درېيمه لوبه هم د حبیب بانګ په ګټه پای ته ورسېده او سبا به هم څلورمه لوبه ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button