بلخ: د عطامحمد نور پر ضد لاریون روان دی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۵ عبدالهادي همت

د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې سلګونو کسانو او د ولایتي شورا غړو ددغه ولایت د سرپرست عطاء محمد نور پر خلاف په لاریون لاس پورې کړی دی، دوی له حکومته غواړي، چې بلخ د یوه مشخص ګوند له منګلو وباسي.

دغه لاریون چې همدااوس مهال په مزارشریف کې روان دی، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور پر ناسمې حکومتولۍ تورنوي او پر مرکزي حکومت غږ کوي چې دوی دې د عطامحمد ګوند له شره خلاص کړي.

لاریون کوونکي د عطامحمد نور پر ضد سخت  شعارونه ورکوي او نوموړی یو قاتل، مفسد او هیواد پلورونکی بولي.

لادیون کوونکي د عطامحمد نور مسخه شوي انزورونه هم له ځانه سره لیږدوي او له حکومته غواړي چې ددې ولایت  پر  حالاتو دې غور وکړي او د یو مشخص ګوند له منګولو دې بلخ وژغوري کنۍ دوی به مظاهرو ته دوام وړکړي .

د یادونې وړ ده چې په لاریون کوونکو کې ددې ولایت  د ولایتي شورا غړي هم شامل دي.

په دې وروستیو کې ددې ولایت  د والي عطامحمدنور او دوستم ترمنځ  یو لړ نښتې  او جګړې وشوې چې دواړو لوریو ته د تلفاتو د اوښتو خبرونه ورکول هم ورکول شول.

پر عطامحمد نور دا تورونه هم لګېدلي چې په دې ولایت کې د پښتنو ضد کړنې تر سره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button