طالبان: په کندهار کې مو ۲۵ تنه عسکر وژلي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۵ عبدالهادي همت

کندهار کې طالبانو د یوې قرارګاه د نیولو او ۲۵ عسکرو د ژلو خبر ورکړی دی.

طالبانو رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې ددوی ملګرو بیګا شپه د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر  قرارګا برید وکړ، چې له درنې جګړې وروسته یې یاده قرارګا نیولې او د ۲۵ عسکرو د وژلو دعوه یې هم کړې ده.

دوی ویلي چې په یاده جګړه کې یې له دولتي عسکرو زیات شمېر مهمات نیولي.

د کندهار چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button