د پټو اسنادو سازمان: خمیني له امریکا سره مستقیمې اړیکې درلودې

کابل ټکی کام ۱۵غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

په دې وروستیو ورځو کې د پټو اسنادو سازمان یو شمېر اسناد خپاره کړل، چې د ایران د جمهوریت بنسټګر ایت الله خمیني د امریکا سره په پټو اړیکو درلودلو تورن شوی دی.

الشرق الاوسط ورځپاڼې د بي بي سي فارسي له قوله لیکلي دي، چې روح الله خمیني دوه ځله په خپل کور کې له امریکایي ولسمشرانو سره مستقیماً اړیکې نیولې، او ژمنه یې ورسره کړې وه، چې د امریګا ګټې به په خطر نه اچوي.

د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) له لورې په خپاره شویو اسنادو کې راغلي دي، چې خمیني یو ځل په ۱۳۴۲ میلادي کال کې د امریکا د هغه وخت له ولسمشر جان ایف کنیډي سره او په دویم ځل یې له جیمي کارټر سره اړیکې نیولي دي.

د سي ای اې اسناد ښيي، چې له جان ایف کنیډي سره د خمیني دغه اړیکې د ایران د انقلاب له بریا څو ورځې وروسته وشوې.

خمیني په داسې وخت کې چې د ایران امنیتي وضعیت ډېر خراب وو، لاریونونه راوتي وو، له امنیتي ځواکونو سره به لاس او ګرېوان وو، عام المنفعه ځایونه تړل شوي وو، د تېلو معاملې بندې وې او د لویدیځ ګټې د خطر سره مخ وې، جیمي کارټر ته وړاندیز کړی وو، چې د ایران ولس د ده خبر مني، او ورته ویلي یې وو، که چېرې جیمي کارټر د ده د ځای ناستي لپاره لاره روښانه کړي، نو دی به ولس ارام کړي، او په ایران کې به د امریکا ګټې خوندي وساتل شي.

پټ اسناد ښيي، چې خمیني امریکا ته په استول شوي لیک کې ویلي وو، چې ایران د امریکا د منافعو هېڅکله هم مخالفت نه دی کړی.

دغه لیک خمیني په ۱۹۶۴ میلادي کال کې له زندان څخه د تهران د پوهنتون استاد (میرزا خلیل جامرایي) په واسطه د امریکا حکومت ته استولی وو.

د خمیني له لورې کارټر ته د استول شوي لیک یوه برخه کې راغلي دي:

”تاسو به وګورئ چې موږ له امریکایانو سره په مشخصه دښمنۍ کې نه یو.‌ اسلامي جمهوریت به یو بشري انتخاب وي،‌ چې د د ټول بشریت د سولې او ارامۍ په ګټه دی”.

روح الله خمیني هغه وخت د ایران د شاهي نظام سره د مخالفت په تور بندي وو، او له هېواده شړی شوی وو، د جلا وطنۍ سربېره یې د شاهي نظام له مخالفت څخه لاس وانخیستو، او په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د ده پلویانو د شاهي نظام پر خلاف پاڅون وکړ، هغه یې راوپرځوو، او خمیني ته یې د ایران د انقلاب ستر لارښود لقب ورکړ.

دغه لیک اوس د امریکا په ملي ارشیف کې په پټه توګه ساتل کیږي.

خمیني د اسلام او نورو ادیانو په اړه ویلي وو، چې اسلام او د نړۍ نور ادیان په ځانګړې توګه له عیسویت سره نږدې تړاو لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button